په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ۲ نوې پېښې ثبت شوې دي

په لاهور کې ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکول کېږي - د ارشیف انځور

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، په خیبر پښتونخوا کې دوه ماشومان ګوزڼ وهلي دي.

هغې ادارې د سېپټېمبر په ۱۶مه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټېټیوټ یا اېن ای اېچ) د خیبر پښتونخوا په لکي مروت او شمالي وزیرستان ضلعو کې د دوو ماشومانو د وینو په نمونو کې د پولیو وایرس تایید کړی دی چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د پولیو پېښو شمېر ۲۶ ته لوړ شوی دی.

تر دې وړاندې د اګست پر ۲۶مه هم د پاکستان د پولیو مخنیوي ادارې د خیبر پښتونخوا په ټانک او شمالي وزیرستان ضلعو کې د دوو ماشومانو د وینو په نمونو کې د پولیو وایرس تایید کړی وو.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې سږ کال په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ۱۸، په سیند کې شپږ او په پنجاب او د اسلام اباد تر واک لاندې په ګلګت - بلتستان کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

ادارې په بیان کې ویلي، د پولیو د پېښو دوامداره ثبتېدل په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې ماشومانو ته د لوی ګواښ ښکارندويي کوي چې پکې د واکسین کولو کچ کم دی.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر کې د پولیو د مخنیوي اداره وايي د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د سېپټېمبر له ۱۵مي ماشومانو ته د پولیو ضد د څاڅکو ورکولو بهیر پیل شوی دی چې د سېپټېمبر تر ۱۸مې به روان وي.

د جنوبي ضلعو لپاره د پولیو د مخنیوي د پروګرام یو مسوول الله نور د سېپټېمبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې په روان بهیر کې به دوی هڅه کوي چې ۱۲ لکو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.

په پاکستان کې د ګوزڼ تازه پېښې پر داسې مهال ثبت شوې دي چې حکومت سږ کال په هېواد کې د ګوزڼ څو واکسیني کیمپېنونه ترسره کړي دي.

په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو پېښې په بېساري ډول زیاتې شوې. د پولیو مخنیوي اداره وايي، تېر کال یې د ګوزڼ ټولې ۷۴ پېښې ثبت کړې وې. تر دې مخکې، په ۲۰۲۳ز کال کې د پولیو یوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.