د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا او سیند کې ۳ ماشومان ګوزڼ وهلي دي


په پاکستان کې یو روغتیايي کارکوونکی یوې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - انځور له ارشیفه.
په پاکستان کې یو روغتیايي کارکوونکی یوې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، په خیبر پښتونخوا او سیند کې درې ماشومان ګوزڼ وهلي دي.

هغې ادارې د جولای پر ۲۷مه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټېټیوټ یا اېن ای اېچ) د خیبر پښتونخوا په لکي مروتو او په شمالي وزیرستان کې د دوو او د سیند په عمرکوټ کې یې د یو ماشوم د وینې په نمونو کې د پولیو وایرس تایید کړی دی چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د پولیو پېښو شمېر ۱۷ ته لوړ شوی دی.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې سږ کال په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ۱۰، په سیند کې پینځه او په پنجاب او د اسلام اباد تر واک لاندې په ګلګت - بلتستان کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

په پاکستان کې د ګوزڼ تازه پېښې پر داسې مهال ثبت شوې دي چې حکومت سږ کال په هېواد کې د ګوزڼ درې واکسیني کیمپېنونه ترسره کړي دي او د پولیو مخنیوي ادارې په وینا، د جولای له ۲۱مې څخه تر ۲۷مې پورې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې پرتو یوشمېر سیمو کې واکسیني کیمپېن روان دی.

په همدې حال کې په افغانستان کې هم د جولای له ۲۱مې څخه تر ۲۴مې پورې د ګوزڼ واکسیني کیمپېن ترسره شو.

په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو پېښې په بېساري ډول زیاتې شوې. د پولیو مخنیوي اداره وايي، تېر کال یې د ګوزڼ ټولې ۷۴ پېښې ثبت کړې وې. تر دې مخکې، په ۲۰۲۳ز کال کې د پولیو یوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې تېر کال ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي ول.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام او روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.

په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.

له دې پرته، په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG