د شمالي وزیرستان په میرلي کې د اتمانزیو جرګې او ضلعي انتظامیې ترمینځ تر مذاکراتو وروسته احتجاجي پرلت ختم شوی دی او مشران وايي، د اګست پر ۲۹مه د ناامنۍ او په ډرون حملو کې د ولسي وګړو مرګژوبلې په اړه د خبرو لپاره په میرامشا کې د پوځ له مشر سره ګوري.
د میرلي خلکو تر هغې وروسته پرلت وواهه چې د اګست پر ۲۵مه په ډرون برید کې یو یو نیم کلن ماشوم ووژل او د هغه مور ژوبله شوه.
د اتمانزیو جرګې یو غړي او د عوامي نیشنل ګوند ځايي مشر ملک نثار علي خان مشال راډیو ته وویل، د اګست ۲۶مې پر ماښام یې له ضلعي انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم سره مذاکرات وکړل او هغه ورته د مشکوکو وسلوالو پرضد د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو د خوندیتوب ډاډ ورکړ.
انتظامیه او د اتمانزیو جرګې ویلي، چارواکو د ماشوم د کفن او جنازې لپاره اغېزمنې کورنۍ ته ۱۵ لکه روپۍ ورکړې او ورسره یې د "شهدا پیکېج" په نوم د لوی تاوان ورکولو ژمنه هم کړې ده.
انتظامي مشر کریم مشال راډیو ته وویل، پرلتوال یې مطمین کړل او د اګست پر ۲۹مه په شمالي وزیرستان کې د پوځ له مشر سره غونډه لري چې پکې به مشران ورته خپلې ستونزې بیان کړي او پر هواري به یې ورسره بحث وکړي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
ميرلي کې په ډرون بريد کې د ماشومانو د وژنې خلاف احتجاجونه شوي دي
په تېرو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د ځايي وګړو په وینا، د پوځ د عملیاتو او له وسلوالو سره یې د نښتو پر مهال په یوشمېر ډرون او هاوان بریدونو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده خو امنیتي ځواکونه ټینګار کوي چې د کاروایو پر وخت د خلکو خوندیتوب ته پوره پام کوي.
د اګست پر ۲۲مه د بنو په ځونیخېلو (جانیخېلو) کې د پوځ او وسلوالو ترمینځ په نښته کې پر کورونو هاوان مرمۍ ولګېدې چې پکې یو ماشوم ووژل او د ښځو په ګډون ۱۴ تنه ژوبل شول.
تر دې مخکې، د لکي مروتو اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د اګست پر لومړۍ شپې مهال پر یو کور د پوځ په ډرون برید کې یو کس وژل شوی او دوه ښځې ژوبل شوې دي.
تر هغې وړاندې د مې پر ۱۹مه د شمالي وزیرستان اوسېدونکو په ډرون برید کې د یوې کورنۍ څلورو ماشومانو د وژنې او د درو کسانو ژوبلېدو پرضد احتجاج کړی وو.
د خیبر پښتونخوا اوسېدونکو په بیا بیا له حکومت او پوځه غوښتنه کړې ده چې د عملیاتو پر مهال دې د ولسي وګړو د سر او مال خوندیتوب ته پام کوي.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای پر ۲۴مه په پېښور کې یوې غونډې ته ویلي ول چې په صوبه کې د "نورو پوځي عملیاتو او ډرون حملو" اجازه نه ورکوي.
خو نوموړي د هم هغې میاشتې په پای کې په یو ویډیويي بیان کې وویل، "ترهګرۍ د صوبې د پرمختګ مخه ډب" کړې او ټینګار یې وکړ چې ټول باید له امنیتي ځواکونو سره د سولې او امنیت په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.
د پاکستان پوځ په بیا بیا ټینګار کوي چې د وسلوالو پرضد په کاروایو کې د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.