ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو ذمه واري تر ډېره بلوڅ بېلتونپالې ډلې اخلي.
په ۲۰۱۶ز کال د مې میاشتې پر ۶مه نېټه پولیسو د مشتاق ریساڼي پر کور چاپه وهلې وه چې د پولیس په وینا ۶۴ (څلورشپته کروړه) روپۍ، سره زره، نوره ګاڼه او قیمتي موټران یې ترلاسه کړي ول.
چاودنه د مې پر ۲۱مه د جمعې تر لمانځه وروسته پر داسې مهال شوې چې له فلسطینیانو سره د یووالي لپاره د جمیعت علمای اسلام ګوند پلویانو لاریون له مرغې بازاره تېرېده.
د مې پر ۲۰مه په کوټه کې د خپل ګوند د پخواني مخکښ سیاستوال او سېنېټر عبدالرحیم خان مندوخېل د څلورم تلین په اړه غونډې ته په وینا کې د افغانستان اوږدمهاله جګړه د افغانانو د توکموژنه وبلله.
ولس له کراچۍ تر ږوبه د الوتنو پیلولو هرکلی کړی خو غوښتنه کوي چې ورته پروازونه دې له ږوبه تر پېښور او اسلام اباده هم پیل شي.
تر اوسه د درېواړو بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی خو په بلوچستان کې تر ډېره پر امنیتي ځواکونو د بریدونو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې ډلې مني چې په هغه صوبه کې د لا کورواکۍ لپاره جنګېږي.
د حکومت بلوچستان ویاند لیاقت شاهواني د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په پېښه کې د تورنو دوو نورو پولیسو د نیولو لپاره به هر ډول ګامونه پورته کړل شي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دا پوله به د مې له دریمې نېټې په شپه او ورځ کې ۱۸ ساعته او په اونۍ کې ۷ ورځې بې له ځنډه پرانستې وي.
په تفتان کي یوه پاکستاني چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د اپرېل پر ۲۹ مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د تفتان لار د اپرېل پر ۲۸ بنده شوې چې تر يوې اوونۍ پورې به تړلې وي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د اپرېل پر ۲۱مه شپه د یوه څلور ستوریز هوټل (سېرینا) په پارکینګ کې له چاودنې د یوه پولیسوال په ګډون پینځه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي. چاودنه پر داسې مهال شوې چې په پاکستان کې د چین سفیر د کوټې پر دوره وو او په همدې هوټل کې اوسېدلو خو د چاودنې پر وخت هغه په هوټل کې موجود
چاودنه پر داسې مهال شوې چې په پاکستان کې د چین سفیر د کوټې پر دوره وو او په همدې هوټل کې اوسېدلو خو د چاودنې پر وخت هغه په هوټل کې موجود نه وو.
د کلا عبدالله انتظامي مشر طارق جاوېد مېنګل د اپرېل ۱۷مې شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل چې ۲۵ کلن محمد نعیم پر موټرسایکل سپور وو او مازیګر مهال له ښاره کور ته روان وو چې حاجي اکبر کلي ته نېږدې ورباندې وسله والو برید وکړ.
د یادې صوبې د کورنیو چارو د وزارت لخوا د اپرېل پر ۱۶مه په خپرې شوې یوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې دا پرېکړه د کورونا د مخ په زیاتېدونکو پېښو د مخنیوي په خاطر شوې ده.
ملازمينو نه يوازې د کوټې او صوبې د نورو برخو ترمنځ سړکونه تړلې دي بلکې له پنجاب، سيند او خيبرپښتونخوا سره هم دګاډو تګ راتګ درېدلی او ان د کراچۍ او چمن له لارې افغان ټرانزټ تجارت هم اغېزمن شوی دی.
د پرلت مشرتابه ویلي چې دوی به له بلوچستان څخه نورو صوبو ته تلوونکې لارې هم تړي او له ولس څخه یې غوښتنه کړې چې مرسته ورسره وکړي.
په کوټه کي د سرکاري ملازمينو احتجاجي پرلت روان دی. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې په تنخواګانو کې دې ورله ۲۵ فيصده زياتې کړي، خو چارواکي وايي، ژر به د متاثرينو ستونزې هوارې کړي. نور حال په دې ويډيو راپور کې.
نور وښیئ