د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېن ډي اېم اې راتلونکې اونۍ د پشکال ورښتونو له وجې د سېلابونو خبرداری ورکړی دی


په راولپېنډۍ کې تر ورښتونو وروسته په خوړ کې سېلاب راغلی دی - د جولای ۱۷مې انځور.
په راولپېنډۍ کې تر ورښتونو وروسته په خوړ کې سېلاب راغلی دی - د جولای ۱۷مې انځور.

د پاکستان د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) راتلوکې اونۍ د ملک په مختلفو برخو کې د پشکال ورښتونو له وجې د سېلاب خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان دولتي راډیو د جولای پر ۱۹مه د اېن ډي اېم اې په حواله ویلي دي چې د جولای تر ۲۵مې پورې په خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو امکان دی چې له وجې یې د کابل، سوات او پنجکوړې په سیندونو او د باړې په خوړ کې د سېلاب خطر دی.

راډیو وايي، د ورښتونو له وجې په نوښار، ملاکنډ، سوات، دیر او غرییزو سیمو کې د سېلاب او کمرونو نړېدو خطر هم دی.

اېن ډي اېم اې داراز، د پلازمېنې اسلام اباد، راولپېنډۍ، لاهور، سیالکوټ، فیصل اباد او ملتان په ګډون د پنجاب په مختلفو ښارونو کې د "سختو ورښتونو" وړاندوینه کړې ده.

اېن ډي اېم اې د جولای پر ۱۹مه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د کوټې، زیارت، شېرانیو، ژوب، بوري (لورالايي)، کلات، خضدار او سېوۍ په ګډون د بلوچستان او سیند په بېلابېلو برخو کې د ورښتونو امکان دی.

هغې ادارې له خوړونو او سیندونو سره نېږدې اوسېدونکو خلکو ته د بیداره اوسېدو او احتیاط سپارښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اېن ډي اېم اې په وینا، د جون له پای راهیسې د جولای تر ۱۹مې پورې په پاکستان کې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې تر ۱۸۵ زیات کسان وژل شوي او سلګونه ژوبل دي.

اېن ډي اېم اې وايي، په ورښتونو او سېلابونو کې تر ۱،۰۰۰ زیات کورونه هم زیانمن شوي دي. وروستیو بارانونو تر ټولو زیات زیان په پنجاب او په خیبر پښتونخوا کې اړولی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې د جولای پر ۱۴مه وویل، د صوبې په مختلفو برخو کې د ورښتونو پر مهال په مختلفو پېښو کې د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او یو ژوبل دی.

په پاکستاناو جنوبي اسیا کې د پشکال میاشت د جولای پر ۱۵مه پیل شوې. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نمداره هواګانې د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو شمالي برخو ته ځي چې له امله یې هلته بارانونه کېږي. په ځینو وختونو کې هغه بارانونه د هېواد په جنوب کې هم کېږي.

هغه ورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو اکثر د سېلابونو، کمرونو نړېدو، او بېخبنا ته د زیان لامل هم کېږي.

تېر کال هم په پاکستان او افغانستان کې سختو بارانونو خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولي ول.

پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپي کېږي چې کرنیزې ځمکې، کورونه، او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.

XS
SM
MD
LG