متحده عربي اماراتو هم د امريکا د دې دريځ ملاتړ وکړ چې د مذهب د سپکاوي قوانينو د ناوړه استعمال مخه دې ونيول شي.
په واشنګټن کې د مذهبي ازادۍ په اړه د وزيرانو په کچ د غونډې په پای کې مسلمان اکثريتي هېواد متحده عربي اماراتو هم د مذهب د سپکاوي قوانينو په اړه يو بيان لاسليک کړ. دا بيان وايي چې اکثره دغه قوانين د مذهب په نوم د ډله ييزه تشدد يا شخصي انتقام لپاره د پلمې په توګه کارول کېږي.
په بيان کې راغلي دي: ''موږ ګورو چې حکومتونه د دې قوانينو په کارولو سره هغو خلکو ته سزاوې ورکوي چې کېدای شي په مذهبي معاملو يا عقيدې له سرکاري بيانيې يا له اکثريتي خلکو جلا نظر لري.''
بيان وايي: ''موږ په حکومتونو غږ کوو چې دا قوانين د هغو خلکو د خوشې کولو لپاره وکاروي چې د يادو وجوهاتو له کبله بنديوان دي. همداراز هغه قوانين ختم کړل شي چې د اظهار، مذهبي او عقېدې ازادۍ پر وړاندې خنډونه جوړوي.''
په متحده عربي اماراتو کې مذهبي سپکاوی د سزا وړ جرم دی. او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لخوا د مذهبي ازادۍ په اړه په وروستي راپور کې د يوې ځايي رسنۍ په حواله ويل شي، په ۲۰۱۸ م کال کې عربي اماراتو کې يو تن ته د اووو کالو د قيد او له دې هېواده د شړلوسزا تر هغه وروسته ورکړل شوه، داسې فکر کېده چې دغه تن په يوه ټېليفوني پیغام کې د مذهب سپکاوی کړی وي.
خو متحده عربي امارت چې د امريکا نږدې اتحادي دی، په دې ورستيو کې يې په نړيواله کچه له دې کبله ستاينه شوې چې په خپل هېواد کې يې د کېتولیک عيسايانو مشر پاپ فرانسس ته د هرکلي ويلو په ګډون يوشمېر ګامونه پورته کړي دي. دا په تاریخ کې لومړی وار دی چې یوه پاپ عربي ټاپووزمه ته سفر وکړ. متحده عربي اماراتو د امريکا د مذهبي ازادۍ د هلو ځلو په تړاو يو کانفرنس هم کړی. د مذهب سپکاوي مسله په پاکستان کې تر ټولو حساسه ده. همداراز عیسايي مېرمن اسيه بي بي ته د مرګ سزا اورول شوې وه خو د پاکستان سپريم کورټ هغه بې ګنا وګرځوله.
البته د نوموړې دفاع کونکی چې د پنجاب پخوانی ګورنر هم وو ووژل شو.
د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پېنس د زيارت پر ورځ په واشنګټن کې د وزيرانو غونډې ته په وينا کې پر پاکستان غږ وکړ چې د مذهب سپکاوي په تور قيد د پوهنتون يو استاد جنيد حفيظ دې هم خوشې کړي.
د امريکا، بریتانيا، اټلي او پولېنډ په ګډون ټولو ۲۰ هېوادونو د مذهب د سپکاوي په اړه ګډ بيان لاسليک کړ.
مذهبي لاريونوالو د مشال په قتل کې د سزا شوو د خلاصون غوښتنه کړې