په پاکستان کې د تبليغيانو ځينو مشرانو لکه مولانا طارق جميل، مولانا مفتي معوذ او مفتي عبدالغفار پر ولس غږ کړی چې هر قسمه ديني، سياسي او نورې هلې ځلې وځنډوي.
د بنو مفتي عبدالغفار نن د مارچ په ۳۱ مه مشال رېډيو ته وويل چې بايد ټول ولس د کورونا د مخنيوي په خاطر تګ راتګ ودروي: ''موږ پر ولس ته وايو چې د حکومت په هداياتو عمل وکړئ او کور کېنئ. الله پاک په هرځای کې شته نو تاسو په کور کې هم د هغه عبادت کولی شئ.''
دا په داسې حال کې ده چې د سند صوبې د حېدر اباد په نور مسجد کې د تبليغيانو د يوې ډلې په ۳۶ کسانو کې د کورونا وايرس موندل شوی. د يادې ډلې ۲۰۰ غړي قرنطين کړل شوي دي. تر دې وروسته د سند د پوليسو مشر ای جي مشتاق احمد مهر نن د مارچ په ۳۱ رسنيو ته په لېږلې يوه اعلاميه کې ويلي دي چې پوليسو ته يې امر کړی په صوبه کې موجود تبليغيان تر خپلو تبليغي مرکزونو پورې محدود کړي او هم دا د دوی قرنطين يا څارنې مرکزونه وګرځوي.
د پاکستان ډان رسنۍ وايي په کورونا اخته ياد کسانو د لاهور سره نږدی د تبليغيانو په رېونډ مرکز کې د يولسم مارچ نه تر پنځلسم مارچ پورې په تبليغي اجتماع کې ګډون کړی وو.په دغه اجتماع کې زرګونه خلکو ګډون کړی وو.
د سند صحت چارواکو تېره ورځ (مارچ ۳۰) مه وېلي دي چې په رایونډ اجتماع کې دوه ګډونکي چې په کورونا وايرس اخته وو، په کراچۍ کې مړه شوي دي. په لاهور کې مفتي محمد معوذ چې ځان د مبلغ مولانا طارق جميل نږدی ملګری ښيې نن د مارچ په ۳۱ مه يې مشال رېډيو ته وويل چې مولانا طارق جميل او د دوی امير مولانا نظرالرحمان په ولس غږ کړی چې خپل د تبليغ کار وځنډوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په ټولنيزو رسنيو خپوري شوي يو ويديوي پېغام کې طارق جميل همپه ولس غږ کړی چې مونځونه دې هم په کور کې وکړي:
''که له ستړي مه شو يا لاس ملاوولو سره دا مسله زياتيږي نو له هغو ډډه وکړئ. که د مذهبي، سياسي او يا نورو غوڼډو له وجې کورونا وبا خپريږي نو له دې ډډه وکړئ. او که چېرې په جومات کې له لمونځونو دا مسله خوريږي نو په کور کې لمونځ وکړئ. زما نبي د باران پرمهال بلال رض ته ویلي وو خلکو ته اعلان وکړه چې په خپلو خپلو کورونو کې لمونځ وکړئ.''
نور مسجد په سند صوبه کې دوايم غټ د تبليغيانو مرکز دی ، دا هم د جمعې پر ورځ روسته له هغو بند کړل شو چې په يوه چينايي نژاده تبليغي کې د کورونا وايرس پخلی وشو. همداراز د اتوار پر ورځ د رېونډ په تبليغي مرکز کې د ۲۷ تبليغيانو د کورونا ټسټ مثبت راغلی. په اسلام اباد کې هم د تبليغي جماعت په شپږ کسانو کې د کورونا وايرس تر پخلي وروسته هلته موجود يو تبليغي مرکز د ښار انتظامې لخوا قرنطين مرکز ګرځول شوی. په دې وروستيو کې چارواکو مشال رېډو ته وېلي وو چې له مستونګه کوهاټ ته تللي نهه تبلیغیان هم کورونا وهلي دي.
د فېسبوک تبصرې