د سيمې د جومات هغه امام هم نيول شوی چې په سواره کې د ورکړل شوې نجلۍ نکاح يې تړلی وو.
د واړۍ سيمې ډي ايس پي امجد علي خان وايي پر نهم اکتوبر يې د يوې اته کلنې ماشومې په سوره يا بدو کې د ورکولو په تور د جومات د امام په ګډون نهه د جرګې غړي نيولي دي او په تېمر ګره جيل کې دي.
ډي ايس پي امجد علي خان د اکتوبر پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې د بر دير په چرکوم سيمه کې د شفيع الله نومې تن له يوې نجلۍ سره په مبينه توګه اړيکې وې او چې کله پرې د نجلۍ کورنۍ خبره شوه نو د دواړو قبيلو ترمنځ لانجه رامځته شوه.
د ده په وینا، د دې شخړې د هواري لپاره جرګې د شفيع الله ماشومه خور په سوره کې د يادې نجلۍ ۱۳ کلن ورور رفيع الله ته ورکړه.
امجد علي خان وايي د جرګې د ټولو غړو خلاف اېف ای ار درج کړل شوی دی.
ده وویل، "د پاکستان پينل کوډ د سېکشنو ۴۹۸ بي ،۳۱۰ اې او ۳۲۸ اې لاندې ړومبې تحقيقاتي راپور يا اېف ای ار درج کړی دی او اوس عدالت پورې ده چې دوي ته څه سزا ورکوي."
د پېښور هايي کورټ وکيل شبير حسېن ګېګياڼي مشال راډيو ته وويل چې په خېبرپښتونخوا کې د سورې په څېر رسمونو بشپړه مخنيوی ځکه نشي کېدای چې د دې د مخنيوي په قوانينو کې ډېرې نيګړتياوې دي.
ده وویل، "په دې جرم کې د ککړو کسانو لپاره زيات نه زيات د پنځو کالو د قېد سزا وي خو ماته ياد نشي چې چاته دومره سزا ورکړل شوې وي ځکه چې په سوره کې د نجلۍ او هلک دواړو کورنۍ رضا وي او پرضد يې ګواهان نه وي."
د ده په وینا، د سورې د مخنيوي په قوانينو کې داسې تراميم پکار دي چې له مخې يې د زمه وارو کسانو خلاف په کيس کې حکومت فريق جوړېدی شي.
په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف غړې مليحه علي اصغر خان وايي د سورې د مخنيوي په قوانينو کې د نيمګړتياو لرې کولو پلان لري خو په لار کې يې ځينې خنډونه دي.
نوموړې د اکتوبر پر ۱۷مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د چا د نوم له يادولو پرته وویل چې د اسمبلۍ ځينې غړي له دې ويريږي که چېرې دوي د سورې د مخنيوي لپاره قوانين سخت کړل نو کېدای شي چې خپل ووټران له لاسه ورکړي.
نوموړې وویل، "که د تحريک انصاف وي يا د مسلم ليګ (ن) او که د بل ګوند خو داسې کسان شته چې د خپلو وټونو فکر ورسره وي. سياست خو ساسيت دی. وزير اعظم عمران خان خو وايي چې قوانين جوړ کړئ خو بس خلک خپل سياست ښه کولو ته پام کوي."
مليحه علي اضغر خان وويل چې له دوي سره په دې اړه معلومات نشته چې په خېبر پښتونخوا کې تر اوسه څومره د سورو پېښې مخې ته راغلې دي.
د دې په خبره يوه وجه يې دا هم ده چې داقسمه کيسونه اکثره نه رپورټ کيږي.
همداراز څرګندونې د مېرمنو حقونو لپاره د مبارزه کونکي سازمان عورت فاونډېشن مشرې شبينه اياز هم وکړې.
خو نوموړې وايي چې د تېرو وختونو پرتله اوس د سورو کيسونه ځکه کم شوي دي چې د مېرمنو حقونو لپاره د مبازره کونکو لخوا د فشار له کبله اوس پوليس د سورې تر شا زمه وار کسان نيسي.
شبينه اياز وویل چې په سورو کې د ورکړل شویو اکثره نجونو ژوند ډېر خراب وي.
دې وویل چې داسې نجونه چې واده شي نو هغوي ورته د خپل دښمن د لور او خور په سترګه ګوري او زیاتره وخت ورسره سم چلند نه کوي.
په پاکستان کې د مېرمنو حقونو لپاره کارکونکي ثمر من الله خان چې د ښځو پر ستونزو يې ډېرې ډاکومنټرۍ هم جوړې کړي دي.
نوموړې د اکتوبر په ۱۷ مه مشال راډيو ته وويل چې په خېبر پښتونخوا کې هر کال له شلو تر ديرشو نجونه په سورو يا بدو کې ورکول کيږي خو له پوليسو د ځان ساتلو لپاره دا کار په پټه کوي.