د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا او اوکراين د معدنياتو او طبیعي زېرمو تړون لاسلیک کړی دی


د امریکا د ماليې وزیر سکاټ بېسېنټ او د اوکراین مرستيالې وزيراعظمې یولیا سویریدینکو د د اپرېل پر ۳۰مه په واشنګټن کې د معدنياتو تړون لاسلیک کړ.
د امریکا د ماليې وزیر سکاټ بېسېنټ او د اوکراین مرستيالې وزيراعظمې یولیا سویریدینکو د د اپرېل پر ۳۰مه په واشنګټن کې د معدنياتو تړون لاسلیک کړ.

امریکا او اوکراین یو تړون لاسلیک کړی دی چې له مخې به يې امریکا ته د اوکراین "ګران بيه او نایابه" معدنياتو ته لاسرسی پيدا کړي.

اوکراین هیله لري چې دا به د روسیې پر ضد جګړه کې د امریکا دوامداره ملاتړ تضمین کړي.

دا تړون "د امریکا او اوکراین د بیا رغونې د پانګونې صندوق" رامنيځته کوي.

د امریکا د ماليې وزارت ویلي، دا تړون به دواړو هېوادونو ته دا زمینه برابره کړي چې یو ځای کار وکړي او ګډه پانګونه وکړي، ترڅو د دواړو خواوو شتمنۍ، وړتیاوې او مهارتونه د اوکراین د اقتصادي بیا رغونې د چټکتيا لپاره وکارول شي.

د امریکا د ماليې وزیر، سکاټ بېسېنټ، د اپرېل پر ۳۰مه په یوه خپاره کړي بيان کې وویل چې دا تړون روسیې ته دا څرګند پیغام ورکوي چې د ټرمپ اداره "د یو ازاد، خودمختار او هوسا اوکراین" په نظر کې نيولو سره "د سولې بهیر ته ژمنه ده."

هغه زياته کړه چې "د امریکا او اوکراین د بیا رغونې د پانګونې صندوق" جوړېدل یو تاریخي اقتصادي شراکت وباله.

بېسېنټ وويل: "لکه څنګه چې ولسمشر [ډانلډ ټرمپ] ویلي، د امريکا ژمنه دا ده چې د دې ظالمانه او بې ‌معنا جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي."

ټرمپ تر دې وړاندې د خبرو اترو د پرمختګ له ورو بهیر څخه ناخوښي څرګنده کړې وه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل په ۲۹ بیا هڅه وکړه چې دواړه لوري چټک اقدام وکړي او خبرداری یې ورکړ چې که پرمختګ ونه شي، واشنګټن ممکن له خبرو شاته شي.

د اوکراین د اقتصاد وزیرې او مرستيالې وزيراعظمې، یولیا سویریدینکو، د اپرېل پر ۳۰مه دا موافقه له بېسېنټ سره لاسلیک کړه. نوموړې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې دا تړون "زموږ دواړو هېوادونو ته بریا راوستلی شي" او "زموږ هېواد ته به نړیواله پانګونه راجلب کړي."

هغې زیاته کړه چې پانګوال صندوق به یوازې د نويو جوازونو له عوایدو ډک شي، چې پکې د مهمو معدنياتو او د تېلو او ګيسو (ګازو) پروژو څخه د نویو جوازونو ۵۰ سلنه عواید شامل دي، کوم چې به د صندوق تر جوړېدو وروسته د اوکراین بودیجې ته ورداخلېږي.

سویریدینکو وویل، د مالي اړخ تر څنګ، اوکراین دا موافقه د راتلونکي لپاره د امریکا د پوځي مرستو د دوام یوه مهمه وسیله ګڼي.

هغې زیاته کړه چې دا موافقه له اساسي قانون سره سمه ده او د اوکراین د اروپايي ادغام بهیر نه بدلوي. هغې زياته کړه چې د اوکراین په خاوره او اوبو کې ټولې سرچينې د اوکراین ملکیت دي او یوازې کیيف به پرېکړه کوي چې له کوم ځایه او څه استخراج شي.

د اوکراین کابینې د اپرېل پر ۳۰مه دا موافقه تصویب کړه او سویریدینکو ته یې واک ورکړ چې په واشنګټن کې یې لاسلیک کړي، خو موافقه لا هم د اوکراین د پارلېمان تصویب ته اړتیا لري تر څو پلې شي.

ټرمپ د روان ۲۰۲۵ز کال په فبرورۍ کې ویلي ول چې اوکراین باید هغه مېلیاردونه (اربونه) ډالر بېرته ورکړي چې واشنګټن د روسیې پر ضد د دفاع لپاره ورکړي ول. ټرمپ ویلي ول چې کییف باید په دې ترڅ کې له واشنګټن سره د طبیعي زېرمو په اړه موافقه وکړي.

خو خبرې هغه وخت وځنډېدې چې د فبرورۍ پر ۲۸مه په سپینه ماڼۍ کې د یوه ترینګلي ملاقات پر مهال ولسمشر ډانلډ ټرمپ، ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي او مرستیال ولسمشر ډي جې وېنس پر یو بل لفظي بریدونه وکړل.

امریکا هڅه کوي له ۲۰ زیاتو هغو طبیعي موادو ته لاسرسی ولري چې د دې هېواد د ستراتېژیکو ګټو لپاره "حیاتي" بلل کېږي.

د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل درې کاله پوره شول. غربي اټکلونه ښيي چې په جنګ کې د اوکراین او روسیې دواړو تر یو مېلیون زیات کسان وژل شوي او ژوبل دي.

ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۲مه ویلي ول چې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین باید د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره سره وګوري.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG