د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې ډرون بریدونو ۸ ماشومان ژوبل کړي


د جنوبي وزیرستان نقشه
د جنوبي وزیرستان نقشه

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان او جنوبي وزيرستان کې ډرون بريدونو اته ماشومان ژوبل کړي دي.

د پي ټی اېم یو مخکښ نظیر الله د مې پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې یوه ورځ وړاندې (د مې پر ۱۵مه) په ډېره اسماعيل خان کې پر يو کور ډرون برید ترسره شوی دی چې پکې پینځه ماشومان ژوبل شوي دي. نوموړی وايي دا برید ماښام ناوخته په درازنده سیمه کې د پاکستان د پوځ لخوا ترسره شوی دی. پوځ د دغه برید پخلی نه دی کړی.

نظیر الله وړاندې وویل چې په درازنده کې ترسره شوي برید کې دوه کمعمره هلکان اودرې نجونې زخمي شوي دي.

بل پلو، د بر جنوبي وزیرستان په سره روغه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ شېرزاده مسید مشال راډیو ته وویل چې د مې پر ۱۵مه هلته په شابوزو کلي کې لومړی د پوځ او وسلوالو ترمینځ نښته وشوه او په تعقیب یې پر یو کور د پوځ لخوا ډرون برید وشو چې پکې درې وړې جینکۍ ژوبلې شوې. نوموړی وايي، وروسته د پاکستان د پوځ سرتېري سیمې ته ورغلل او ژوبلې نجونې یې په خپلو ګاډو کې د رزمک روغتون ته یوړلې چېرته چې د هغوی درملنه روانه ده.

مشال راډیو هڅه وکړه چې د ډېره اسماعیل خان په درازنده او دبر جنوبي وزیرستان په شابوزو کلي کې د ترسره شویو ډرون بریدونو په اړه د پوځ او انتظامیې نظر راواخلي. پوځ د دواړو پېښو په اړه مشال راډیو ته څه ونه ویل خو د پولیسو یو چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط په شابوزو کلي کې د درو نجونو ژوبلېدو پېښه تایید کړه. البته هغه هم دا ونه منله چې ګینې ډرون برید د پاکستان پوځ ترسره کړی دی. هغه مشال راډیو ته وویل چې د پېښې پلټنه کوي.

د ډېره اسماعیل خان په درازنده او دبر جنوبي وزیرستان په شابوزو کلي کې د ترسره شویو ډرون بریدونو پر ضد د سیمې خلکو احتجاج هم پیل کړی دی. په دواړو سیمو کې خلکو له حکومته غوښتي دي چې د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پر مهال دې د ولسي خلکو خوندیتوب په پام کې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پوځ لخوا د هوان (مارټر) او ډرون بریدونو پېښې زیاتې شوې دي.

د خيبر پښتونخوا د جانيخېلو (ځونیخېلو) اوسېدونکي نن د مې په ۱۶مه هم په پرلت ناست دي او په هاوان او ډرون بریدونو کې د ولسي مرګژوبلې غندنه کوي.

دوی وايي د مې پر شپږمه او ۱۱مه دوه وارې د پاکستان پوځ لخوا پرې د هاوان او ډرون بریدونه شوي دي چې په لومړي برید کې دوه کسان وژل شوي او په دویم هغه کې بیا ۱۵ کسان ژوبل شوي دي. د پاکستان پوځ د دې خبرې پخلی نه دی کړی چې ګینې د دوی لخوا د ډرون او یا هم د مارټر بریدونه شوي چې پکې ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د جانيخېلو اوسېدونکو د پوځ د بریدونو پر ضد د مې له اوومې نېټې راهېسې احتجاجي پرلت وهلی دی.

د پاکستان پوځ او ځايي انتظامیې تر دې دمه د ځايي خلکو د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ويلي. خو د ضلعي انتظامې یوه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په سيمه کې د وسله والو ضد عمليات روان دي او د ولس د خونديتوب بشپړ خيال ساتل کېږي.

په جانيخېلو کې د پوځي بريدونو پرضد په احتجاج ناست خلک وايي د پوځ او سوله والو دواړو لخوا په بريدونو کې عام وګړي وژل کيږي. دوي وايي تر څو وژل شوو او ژوبل کسانو ته انصاف نه وي ملاو شوی او امنيت ته وي پرځای شوی نو تر هغو به يې احتجاج روان وي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG