د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په ګلستان کې بمي چاودنې ۳ کسان وژلي


قلعه عبدالله ته پر تللې لار، امنيتي ځواکونه د پېرې په حال کې - انځور له ارشيفه
قلعه عبدالله ته پر تللې لار، امنيتي ځواکونه د پېرې په حال کې - انځور له ارشيفه

د بلوچستان د قلعه عبدالله ضلعې په ګلستان کې یوې بمي چاودنې ۳ کسان وژلي او ۱۱ یې ژوبل کړي دي.

د هغې ضلعې ډيپټي کمېشنر محمد رياض سما ټيليويژن او عرب نيوز ته ويلي چې د مې پر ۱۸مه، هغه حمله د سرحدي ځواکونو (اېف سي) له کلا سره نېږدې شوې ده. د هغه په وينا امنيتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی خو ۳ ملکي کسان وژلي شوي او ۱۱ زخميان دي. د هغه په وينا چاودېدونکي مواد په يو موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو پر ټولنيزو رسنيو ليکلي چې په وژل شويو کې د فريد ترين په نامه د دوی يو ملګری هم وو. د پي ټي اېم يو مخکښ رحيم وزير پر فیسبوک ليکلي چې ترين د لوړو زده کړو لرونکی تعليم یافته ځوان وو چې د خپل قام د خدمت لپاره یې په هغه غورځنګ کې فعاليت کاوه.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.

ګلستان په بلوچستان کې د قلعه عبدالله ضلعې د ګلستان تحصیل مرکزي دفتر دی. هلته د روان ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې هم د اېف سي ځواکونو پر مرکز وسله والو برید کړی وو.

په وروستیو میاشتو کې په بلوچستان کې وسلوال بریدونه او چاودنې زیاتې شوې دي چې پکې امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. که څه هم خلکو د امن لپاره په بيا بیا احتجاجونو کې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو د ناکامۍ تور پورې کړی خو د پاکستان پوځ او حکومت په بیا بیا ټینګار کوي د بلوچستان په ګډون یې په نورو صوبو کې د وسله والو په خلاف عمليات روان ساتلي دي.

XS
SM
MD
LG