د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي وسله والو د مې پر ۱۸مه، په ډېره اسماعيل خان کې د پاکستاني پوځي يو افسر، يو سرتېری او د جنوبي وزیرستان د زراعت د محکمې مرمستيال مشر تښتولي دي.
د ډېره اسماعیل خان پولیسو ډي اېس پي، بشارت خان د مې پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې وسله والو د پاکستاني پوځ افسر سیکنډ لېفټيننټ سید سعید احمد هغه مهال وتښتاوه چې نوموړی د مې پر ۱۶مه، پر سيپيک سړک له کوټې څخه لاهور ته پر لاره وو. هغه د ډېره اسماعيل خان په حسن خېل سیمه کې له ګاډي کښته او تښتول شوی دی.
د بشارت خان په وينا د مې پر ۱۶مه، وسله والو د پاکستان پوځ یو سرتېری، اعجاز حسین هم تښتولی دی. بشارت خان زیاتوي چې اعجاز حسین په پنیالې کې خپل کلي مالي خېل ته په رخصت تللی وو چې وسله والو وتښتاوه. تحريک طالبان پاکستان د هغو پوځيانو د تښتولو ذمه واري منلې ده.
بلخوا د خيبر پښتونخوا ټانک ضلعې د سیټي تاڼې پولیسو د مې پر ۱۸مه، مشال راډيو ته په لېږلي بیان کې ويلي چې د مې پر ۱۶مه، وسله والو د جنوبي وزيرستان يو چارواکي تښتولی دی. د پولیسو په وينا، نامعلوم وسله وال په وزير اباد سیمه کې يو جمات ته ورغلل او د جنوبي وزيرستان د زراعت محکمې مرستيال مشر، محمد عمران یې وتښتاوه. تر اوسه د هغه د تښتولو ذمه واري چا نه ده منلې.
د ډېره اسماعيل خان او ټانک پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې د هغو تښتونو په اړه پلټنې روانې دي. په ډېره اسماعيل خان کې پولیسو د تښتول شويو پوځيانو د خوشې کولو لپاره عمليات پيل کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې وسله والو حکومتي او پوځي چارواکي تښتوي. تر دې مخکې هم داسې شوي چې وروسته یې د پيسو او بندي وسله والو د خوشې کولو په بدل کې پرېښي دي. د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کريم کونډيله مشال راډيو سره په خبرو کې منلې وه چې د هغې صوبې په جنوبي ضلعو کې تر ماښام وروسته د وسله والو واک وي.
په دې وروستيوو کې د خيبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. خلکو د هغو پېښو پر ضد احتجاجونه هم کړي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې پوځ دې په وسله والو کې د ښو او بدو د توپير پر ځای داسې يو شان پرېکنده عمليات وکړي چې ولسي وګړو ته پکې زيان نه رسېږي.
د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا ويلي چې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په ګڼو سیمو کې یې د وسله والو پر ضد هدفي عمليآت روان دي. امنيتي ځواکونه او حکومتي چارواکي په دې عملياتو کې د برياليتوبونو دعوې کوي او وايي د وسله والو ملا یې ماته کړې ده.