پولیس وايي د خيبر پښتونخوا په بنو کې له وسلوالو سره د جګړې پرمهال یو پوليس سرتېری وژل شوی او څلور ولسي وګړي ژوبل شوي دي چې یو پکې د ځايي امن کمېټۍ غړی دی.
په بنو کې د پولیسو ویاند حنظله قریشي د مې پر ۲۹مه د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي دي چې تېره شپه ناوخته د امن کمېټۍ غړو له پولیس سرتېرو سره یو ځای ګزمه کوله چې نامعلومه وسلوالو بريد ورباندې وکړ.
نوموړي زياته کړه چې په ژوبلو کسانو کې یو د سکول ښوونکی هم دی چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ ښوول شوی دی.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوليت نه دی منلی، خو پوليس وايي چې د وسلوالو لټون يې پيل کړی دی.
په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د صوبې په قبايلي او جنوبي ضلعو کې له تېرو درو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي او وسلوالې ډلې اکثر پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، فعالانو، سیاستوالانو او دیني عالمانو حملې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.
د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.