د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسحاق ډار: له افغانستان سره د مثبتو اړيکو په دوام په کابل کې د شارژدافېیر رتبه د سفير کچې ته لوړوو


د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار اعلان کړی دی چې په افغانستان کې به د طالبانو له حکومت سره د سفارتي اړيکو کچه د سفير رتبې ته لوړوي.

نوموړي د مې پر ۳۰مه پر اېکس پاڼه ليکلي دي چې د روان ۲۰۲۵ز کال د اپرېل پر ۱۹مه يې له پاکستاني پلاوي سره کابل ته "خورا ګټور" سفر کړی وو او د هغه په وينا، تر هغه سفر وروسته د پاکستان او افغانستان اړيکې پر "مثبت لوري" روانې دي.

نوموړي زياته کړې ده: "د همهغه حرکت پر ځای ساتلو لپاره، زه په خوشحالۍ سره د پاکستان د حکومت د پرېکړې اعلان کوم چې په کابل کې د خپل شارژدافېیر (ناظم الامور) رتبه د سفیر کچې ته لوړوي".

ډار پر مخ ليکلي دي چې هغه "ډاډه" دی چې دا ګام به د اړیکو د ښه والي، په اقتصادي، امنیتي، سیمه ییزو او سوداګریزو برخو کې د پاکستان او افغانستان همکاري "ژوره" او "د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځ د لا زیاتې راکړې ورکړې" د ودې لپاره نوره هم مرسته وکړي.

اوس مهال پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د شارژدافېیر (ناظم الامور) تر کچې سفارتي اړیکې لري.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شفقت علي خان د مې پر ۲۳مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ويلي ول چې د طالبانو له حکومت سره يې په "اصولو کې موافقه" کړې ده چې سفارتي اړیکې به لوړوي.

تر هغه مخکې، د مې پر ۲۱مه په بیجینګ کې د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ترمینځ تر درې اړخیزو خبرو وروسته وانګ ویلي ول چې د طالبانو حکومت او اسلام اباد د سفارتي اړیکو د غښتلي کولو لېوالتیا څرګنده کړې ده.

په هغه لیدنه کې درېواړو لوریو افغانستان ته د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپېک) پروژې پر غځولو هم "موافقه" کړې وه.

XS
SM
MD
LG