د اسلام اباد پولیس وايي، د ټولنیزو رسنیو یوه پېژندل شوې څهره ثنا یوسف په ډزو وژل شوې ده. پولیس وايي د قتل په شک کې کې یې یو تن نیولی دی.
د اسلام اباد د پوليسو يو افسر جمشېد خان د جون پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې ۱۷ کلنه ثنا یوسف د خیبر پښتونخوا د چترال سیمې سره تړاو درلود او په ټولنیزو رسنیو ټېکټاک او انسټاګرام باندې یې فعالیت کولو.
نوموړی وايي، دوی پېښه ثبت کړې ده او پلټنې يې پيل کړې دي. هغه وويل چې د ثنا يوسف د مړي طبي معاینه (پوسټ مارټم) د اسلام په پمز روغتون کې ترسره شوې ده. نوموړي وړاندې وویل: "دا افسوسناکه پېښه د اسلام په جي ـ۱۳ سېکټر کې رامينځ ته شوه. داسې پېښې وخت په وخت کېږي خو پولیس هم خپل فعالیت کوي. د پولیسو کار د مجرمانو نیول دي او هغوی ته بیا سزا ورکول د عدالتونو کار دی. په دې پيښه کې هم مونږ په پراخه کچه پلټنې کوو."
د نوموړي په وینا ثنا یوسف د مور او پلار او کشر ورور سره یو ځای له کلونو راهیسې په اسلام اباد کې اوسېدله او پر ټولنیزو رسنیو به یې لنډې وېډیوګانې خپرولې.
د وژلې شوې نجلۍ مور فرزانه يوسف پوليسو ته په ورکړي بيان کې ويلي دي چې یو ځوان سړی د هغوی کور ته ننوتلو او د تماچې (تفنګچې) په دوو ډزو یې د هغې لور وویشتله چې ځای په ځای مړه شوه.
فرزانه يوسف وايي چې لور ته يې چا په ټولنيزو رسنيو د فعاليت کولو په وجه اخطار نه وو ورکړی او دوی له هېچا سره دښمني هم نه لري. هغې زیاته کړه چې د پېښې پر مهال یې خاوند او ۱۵ کلن زوی په کور کې نه ول او هغه پخپله له نورو مېلمنو سره ناسته وه.
د پولیسو ځیني سرچینې ادعا کوي چې د ثنا یوسف د وژلو په شک کې یې یو کس له فیصل اباده نیولی دی. د پولیسو په وینا نیول شوی تن عمر حیات نومېږي، د کاکا په نامه شهرت لري، پخپله هم یو ټېک ټاکر او د ثنا یوسف ملګری دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه بیان کې د پولیسو ستاینه کړې ده چې د ثنا یوسف د قتل په شک کې یې کس نیولی دی.
ثنا یوسف په ټېک ټاک اته لکه او په انسټا ګرام پینځه لکه تعقیبوونکې (فالورز) لرل.
په اسلام اباد کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې عروج رضا د جون په درېیمه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې د بدامنۍ له وجې د مېرمنو ژوند ګران شوی دی. نوموړې وايي، دلته ډېری خلک دا سوچ کوي چې ښځې او نجونې دې له کوره نه ووځي او که ووتلې نو مرګ یې روا دی.
هغه وايي: "کله چې ښځه په خپلو پښو د ودرېدلو هڅه کوي نو د سړو ناموس ته خطر پېښېږي. د ناموس په نوم وژنه زمونږ د ټولنې پخوانی دود دی. دوی وايي چې ښځه بايد په کور کېني. زموږ په ټولنه کې ټول سړي په دې یوه خوله دي چې دا نجلۍ یا دا ښځه ولې خاندي؟ دا ولې په خپل کار کې بریالۍ ده؟ دوی وايي ښځې کورنۍ بدناموي خو ایا سړي ګینې داسې کارونه نه کوي چې د کورنۍ د بدنامۍ سبب ګرځي؟"
د اسلام اباد پوليسو مشال راډیو ته وويل چې له طبي پلټنو (پوسټ مارټم) وروسته یې د وژلې شوې نجلۍ جسد د هغې کورنۍ ته سپارلی دی او هغوی یې په چترال کې خاورو ته سپاري.
په پاکستان کې کې تر دې وړاندې هم پر ټولنیزو رسنیو مشهور کسان په ورته ډول وژل شوي دی. د روان (۲۰۲۵ز) کال د جنورۍ پر ۲۸مه د حرا په نوم یوه ۱۵ کلنه نجلۍ د خپل پلار لخوا په ډزو وژل شوې وه. هغه نجلۍ هم په ټېکټاک فعاله او په امریکا کې زېږېدلې وه. د پولیسو د معلوماتو له مخې د حرا پلار انوارالحق هغه په پلمه پاکستان ته بیولې او بیا یې هلته په کوټه کې وژلې وه. د پولیسو په وینا هغه تن ورته د خپلې لور د وژلو اعتراف کړی وو.
د پاکستان د نفوسو شمېر ۲۴۱ مېلیونه دی چې پکې ۵۴ مېلیونه وګړي یې ټیکټاک کاروي. تر دې وړاندې هم په دې هېواد کې د ټولنيزو شبکو د کارولو له امله د کورنیو غړو نجونه وژلې دي.
رويټرز اژانس د بشري حقونو خپلواک کمېشن په حواله وايي چې په پاکستان کې هر کال تر ۱،۰۰۰ زیاتې ښځې د "غيرت په نوم" وژل کېږي.