د بلوچستان چارواکي وايي وسلوالو د کېچ ضلعې مرستیال کمېشنر محمد حنیف نورزی تښتولی دی.
د کېچ ضلعې مرستیال کمېشنر بشیر احمد بړیڅي د جون پر څلورمه خبریالانو ته وویل چې دا پېښه په هم دې ورځ سهار وختي په څلورو بجو د کېچ ضلعې په تګران سیمه کې شوې ده.
نوموړی وايي محمد حنیف نورزی له خپلې مېرمنې او موټروان سره له تمپ سیمې نه کوټې ته پر لاره وو چې ناڅرګندو وسلوالو یې په تګران سیمه کې موټر ودراوه. هغه وايي وسلوالو یوازې مرستیال کمېشنر محمد حنیف نورزی له ځانه سره بیولی، د هغه موټروان او مېرمن یې پر سړک پرېښي.
د کېچ ضلعې مرستیال کمېشنر بشیر احمد بړیڅي دا څرګندونې په تربت کې خبریالانو ته وکړې او دا یې هم وویل چې د تښتول شوي حکومتي چارواکي د موندلو لپاره یې د پلټنې عملیات پیل کړي دي.
تر اوسه هېڅ یوې وسلوالې ډلې د کېچ د مرستیال کمېشنر محمد حنیف نورزي د تښتولو مسوولیت قبول کړی نه دی. خو تر دې وړاندې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې وخت په وخت د دا ډول پېښو مسوولیت بلوڅو وسلوالو ډلو په غاړه اخیستی دی.
تر دې وړاندې د مې پر ۳۰مه د بلوچستان په سوراب ضلع کې وسلوالو د عوايدو د انتظامي مشر هدايت الله بليدي پر کور په بريد کې نوموړی وژلی او د هغه کور یې سېځلی وو.
په دې وروستیو میاشتو کې په بلوچستان کې یوشمېر وسلوال بریدونه او چاودنې شوې دي چې پکې امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله پکې اوښتې ده.
په همدې حال کې د پاکستان پوځ او حکومت په بیا بیا ټینګار کوي د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.