د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مردان کې د ګېس مبینه چاودنې شپږ تنه وژلي دي


په مردان کې د ګېس چاودنې د یوې کورنۍ شپږ تنه وژلي دي.
په مردان کې د ګېس چاودنې د یوې کورنۍ شپږ تنه وژلي دي.

د خيبر بښتونخوا په مردان کې د ګېس چاودنې لږترلږه شپږ تنه وژلي او دوه نور یې ټپي کړي دي.

د ژغورنې اداره - ريسکيو ۱۱۲۲ - وايي د جون پر شپږمه سهار وختي د مردان په ارم کالونۍ کې د ګيس ليک کیدو چاودنې له امله د يوې کورنۍ شپږ کسان وژل شوي دي.

د یادې ادارې ویاند بلال احمد فيضی د جون پر ۷مه مشال راډيو ته وویل چې په دې ېېښه کې په دوې ماشومې ژوبل شوې هم دي.

د بلال فيضي په خبره د چاودنې له کبله د دوه منزله کور ودانۍ په مکمله توګه ړنګه شوې وه. ده وویل چې د نړېدلې ودانۍ له ملبې یې د کسانو را اېستلو لپاره اووه ساعته کارروايي کړې ده.

په پاکستان او په ځانګړې توګه تودو سیمو کې د زیاتې ګرمۍ له امله وخت ناوخته د ګېس چاودنې رامنځ ته کېږي.

تر دې وړاندې د جون پر پنځمه په کواټ کې هم د ګېس چاودنې په پېښه کې د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی عباس اپرېدی وژل شوی وو.

عباس اپرېدی د کوهاټ د یوې سیاسي کورنۍ سره تړاو لري. د هغه پلار هم سېنېټر وو چې شمیم اپرېدی نومېږي. شمیم اپرېدی یو مهال د جمهوري وطن پارټۍ د مالیاتو سکرتر او د نواب اکبر خان بګټي نږدې ملګری وو.

XS
SM
MD
LG