د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تفتان له لارې له ۱،۰۰۰ زیات پاکستانیان هېواد ته واپس شول


پاکستاني اتباع د تفتان پر پوله پاکستان ته د اوړېدو په حال کې دي - انځور جون ۱۸، کال ۲۰۲۵ز
پاکستاني اتباع د تفتان پر پوله پاکستان ته د اوړېدو په حال کې دي - انځور جون ۱۸، کال ۲۰۲۵ز

پاکستاني چارواکي وايي د اسراییلو او ایران ترمینځ د جګړې له پیلېدو وروسته له ایرانه د پاکستاني وګړو د واپسۍ لړۍ روانه ده.

د بلوچستان چارواکي خبر ورکوي چې د جون پر ۱۸مه د ایران او پاکستان ترمینځ د تفتان له پولې شاوخوا څلورنیم سوه کسان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دا لړۍ له تېرو درو ورځو راهیسې روانه ده او د چارواکو په وینا تر دې مهاله په دې لاره له ایرانه له ۱،۰۰۰ زیات پاکستاني اتباع واپس شوي دي.

د بلوچستان صوبې چارواکي وايي په واپس شویو کسانو کې سېلانیان، زیارت کوونکي او محصلین شامل دي. د ایران په تفتان ښار کې د پاکستان د کونسلګرۍ یو چارواکي عبدالمنان د جون پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې له ایرانیو چارواکو سره په موافقه د تفتان پوله خپل وطن ته د واپس کېدونکیو پاکستانیانو پر مخ ۲۴ ساعته پرانیستې ساتلې شوې ده.

عبدالمنان وايي د پاکستان حکومت واپس شوي کسان د تفتان له امنیتي پوستې تر سر ښار کوټې پورې د سرحدي عسکرو په بدرګه په خوندي ډول رسوي او بیا له کوتې هاخوا دا کسان پخپله خپلو سیمو ته ستنېږي.

پاکستاني چارواکي وايي له ایران سره د دوی پوله یو طرفه پرانیستې ده، له ایرانه خلک پاکستان ته اوړېدلی شي خو له پاکستانه چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې هغه لوري ته ولاړ شي.

له ایرانه پاکستان ته ستانه شوي کسان وايي د اسراییلو او ایران ترمینځ د جګړې له وجې په ایران کې د هغوی پاتې کېدل ناممکنه شوي وو او ډېر په ګرانه واپس وطن ته رسېدلي دي. د سعدیه مریم په نوم یوه نجلۍ چې د تهران په طب پوهنتون کې یې لوړې زده کړې کولې، په بلوچستان کې مشال راډیو ته وویل: "اسراییلو بریدونه کول، ایران خپله دفاع کوله او په خلکو توغندي ورېدل او ډرون بریدونه کېدل."

نوموړې وايي د توغندیو ورېدو او ډرون بریدونو یوه وېرونکې فضا رامنځ ته کړې وه چې پکې د هغوی پاتې کېدل ناشوني شوي وو.

هملته په ایران کې ډاکټر محمد شهزاد هم په لوړو زده کړو بوخت دی خو جنګ هغه هم اړویست چې هرڅه تر شا پرېږدي او واپس راستون شي. نوموړي د جون پر ۱۹مه په مشال راډیو ته وویل: "د پوهنتون چارواکو راته وویل چې په خوندي توګه ځانونه وباسئ. زموږ د واپسۍ پر مهال هم د اسراییلو ډرون بریدونه روان وو او وېره ترهه یې خوره کړې وه."

پاکستاني چارواکي وايي له ایرانه یوازې پاکستاني اتباع واپس شوي دي کوم ایراني وګړي د جنګ له وجې دوی لوري ته پناه نه ده وروړې. دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۱۸مه د ارمینیا چارواکو ویلي وو چې سلګونه ایرانیان د جنګ له وجې د هغوی خاورې ته داخل شوي دي.

ایران شمال لوري ته له ازربایجان، ترکیې او ارمینیا سره ګډې پولې لري. له ایرانه خلک د ارمینیا اګارک کلي ته اوړي. اګارک د ارمینیا یو وړوکی کلی دی چې د هغه هېواد د ۲۰۲۲ز کال د سرشمېرنې له مخې د اوسېدونکو شمېر یې ۳۲۱۰ تنه دی.

اسراييل د ايران د سرکاري رسنۍ پر دفتر بريد کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:33 0:00

اګارک ته رسېدلي ایرانیان وايي ځکه یې له تهرانه ځانونه وویستل چې د اسراییلو بریدونه هېڅ د تم کېدو نوم نه اخلي. د امیر نیکي په نوم یو ایراني د مشال راډیو ایرانۍ څانګې (راډیو فردا) ته د جون پر ۱۸مه وویل: "یو ښار هم خوندي نه دی ځکه چې په هر ځای کې پوځیان، انقلابي ځواکونه او وسلې تر سترګو کېږي."

نوموړی وايي له اصفهانه د ارمینیا تر اګارک سرحدي کلي پورې رسېدل اسانه نه دي ځکه چې ۱۱۰۰ کیلومیټره واټن جوړېږي او لویې لارې له ترافیکو ډکې دي.

په ورته مهال له ایرانه پاکستاني اتباع د هوا له لارې هم سرښار اسلام اباد ته روان دي. د پاکستان د ملي هوايي کرښې (پي ای اې) ویاند رحیم داد خان د جون پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې ایران کې ایسار ۱۰۷ نور پاکستانیان اسلام اباد ته رسول شوي دي.

د نوموړي په وینا دا چې د جنګ له وجې له ایرانه په هوايي لاره د دغو کسانو ویستل ناشوني وو نو ځکه دوی اول د ځمکې له لارې د ترکمنستان عشق اباد ښار ته ولاړل او بیا له هغه ځایه د پاکستان په پي ای اې الوتکه کې اسلام اباد ته ورسول شول.

پاکستان تر دې وړاندې د جون پر ۱۶مه په دوو الوتنو کې کې له عراق نه ۲۶۸ او له ایرانه ۴۵۰ پاکستانیان هېواد ته یې واپس کړي ول.

که څه هم په ایران کې د پاتې نورو پاکستانیانو په اړه رسمي ارقام نه دي خپاره شوي خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په يوه خپرپاڼه کې ويلي دي چې که وضعیت نور هم خراب شي نو د نورو کسانو د ایستلو بندوبست به وکړي.

د یادولو وړ ده چې د جون پر ۱۳مه پر ایران د اسراییلو له برید او په تعقیب یې د ایران د ځوابي بریدونو نه پس په تهران، اصفهان او نورو ښارونو کې امنیتي وضع نارامه ده او د ځايي خلکو ترڅنګ بهرنیان هم هڅه کوي چې ځانونه خوندي سیمو ته وباسي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG