د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: په سیند له لاهو شویو نهه مړي را اېستل شوي دي


د سوات سیند ۱۶ کسان لاهو کړل، درې ترې ژوندي ویستل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:21 0:00

د سوات سیند ۱۶ کسان لاهو کړل، درې ترې ژوندي اېستل شوي

د خیبر پښتونخوا په سوات کې سیند لږترلږه ۱۶ تنه وړي او د نهه کسانو مړي میندل شوي دي.

د ژغورنې اداره ۱۱۲۲ وايي د سوات له سینده یې د نهو کسانو جسدونه اېستلي دي.

په سوات کې د یادې ادارې ویاند نیاز محمد وايي، د جون پر ۲۷مه سهار مهال ۱۶ کسان د مینګورې په بای پاس سیمه کې د سیند اوبو وړي ول.

نوموړی وايي، له دغو څخه درې کسان ژوندي اېستل شوي او د ریسکیو ۱۱۲۲ ادارې مامورین د ورکو کسانو په لټون بوخت دي.

هلته په سوات کې ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي دي چې په لاهو شویو ۱۶ کسانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

په سوات سیند کې د سیلابي صورتحال له وجې د بېړیو په ګرځولو بندیز لګول شوی دی.

د ژغورنې اداره وايي چې په وژل شوو کې اووه د پنجاب د سیالکوټ او دوه د خیبر پښتونخوا د مردان دي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG