د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګروسي: کېدای شي ایران په څو میاشتو کې د یورانیمو غني کولو وړتیا بیا ترلاسه کړي


د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي ريس رافایل ګروسي. (انځور: ارشیف)
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي ريس رافایل ګروسي. (انځور: ارشیف)

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي وايي، د دې امکان شته چې ایران د څو میاشتو په موده کې د یورانیمو د غني کولو وړتیا بیا ترلاسه کړي.

ګروسي د جون پر ۲۸مه سي بي اس خبري شبکې ته په مرکه کې ویلي چې، "ایران پراخ اټومي پروګرام درلوده او د دې امکان شته چې یوه برخه يې لا هم فعاله وي".

خو ګروسي د ایران او اسراییلو ترمنځ ۱۲ ورځینۍ جګړې ته په اشارې وویل، د اټومي پروګرام موضوع د جګړې له لارې حل کیدای نشي.

د تل ابیب او تهران خلک عادي ژوند ته راګرځېدلي دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:09 0:00

له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې ایران د امریکا له برید مخکې خپل غني شوي یورانیم له اټومي تاسیساتو څخه انتقال کړي وو.

ولسمشر ټرمپ له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې چې لنډه برخه یې د مې پر ۲۸مه په ماښام خپره شوې ویلي، "ایران ونه توانېد چې د امریکا له برید وروسته له "فوردو" اټومي سایټ څخه یورانیم وباسي".

په وروستیو ورځو کې ځینو رسنیو داسې راپورونه ورکړي وو چې ایران ښايي خپل ۶۰ سلنه غني شوی یورانیم د امریکا له بریدونو مخکې بل ځای ته انتقال کړی وو.

دا له هغه وروسته ده چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي مشر د ایران او اسراییلو ترمينځ له اوربند وروسته، په ایران کې د اټومي تاسیساتو د بیا پلټنو غوښتنه کړې ده.

د ادارې مشر رافایل ګروسي د جون پر ۲۴مه په یوه بیان کې وویل: "له ادارې سره د همکارۍ بیا پیل د دې لپاره مهم دی چې د ایران د اټومي فعالیتونو پر سر شخړه د یو ډېپلوماټیک تړون له لارې حل شي."

اسراییلي بریدونو کې وژل شوي ایراني چارواکي خاورو ته وسپارل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:56 0:00



هغه زیاته کړه: "ما د (ايران) بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته یو لېک لېږلي، چې پکې مې د ګډې همکارۍ اهمیت ته اشاره کړې او وړاندیز مې کړی چې ژر تر ژره سره ملاقات وکړو."

د بیان له مخې، د ادارې پلټونکي د اسراییلي بریدونو پر مهال په ایران کې موجود ول او تيار دي چې بېرته د ایران اټومي تاسیساتو ته لاړ شي او د اټومي موادو ذخیره وڅېړي.

دغه مواد له ۴۰۰ کیلوګرامو زيات ۶۰ غني شوي يورانيم دي چې د ایران په وينا يې د اسراييل او امريکا بريدونو مخکې بل ځای ته منتقل کړی چې خوندي پاتې شي.

د اداري پلټونکو د ايران اټومې ځايونه ته اخري وار د جون په ۱۳مه د اسراییلي هوايي بریدونو له پیل څو ورځې مخکې ورغلي ول.

بل پلو د ایران د پارلېمان د جون پر ۲۵مه د اټومي انرژۍ د نړیوال سازمان سره د همکارۍ د ځنډولو پرېکړه تصویب کړه.

XS
SM
MD
LG