د بلوچستان حکومت د "امنیتي اندېښنو" له کبله د کوټې په ګډون په ټوله صوبه کې د موبایل ټېلېفون انټرنېټي خدماتو ځنډولو اعلان کړی دی.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اګست پر اوومه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د ګرځنده ټېلېفون انټرنېټ به د میاشتې تر پای پورې بند وي.
د پاکستان د مخابراتي چارو د ادارې (پاکستان ټېلېکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) یو چارواکي هم د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې له حکومتي اعلان سره سم، د بلوچستان په چمن، کلا عبدالله، کلا سیف الله، پښین، بوري (لورالايي)، زیارت، هرنايي، کوهلو او نوشکي کې د موبایل انټرنېټي خدمات تړل شوي دي.
چارواکو نور جزییات نه دي ورکړي خو زیاتوي چې د دې اقدام لامل "امنیتي اندېښنې او ګواښونه" دي. د پاکستان چارواکي وخت په وختد خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د هېواد په مختلفو برخو کې انټرنېټ او ټېلېفوني شبکې تړي او وايي، د دې موخه د ناامنۍ او د وسلوالو د فعالیتونو مخه نیول دي.
چارواکي وايي، وسلوالې ډلې د حملو د پلانولو او داراز، د رېموټ کنټرول بمي بریدونو لپاره د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ کاروي.
د بلوچستان اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل، د انټرنېټي خدماتو ځنډېدو له وجې زده کوونکي پرلیکه (انلاین) زده کړې نه شي کولای او انلاین کاروبارونه هم اغېزمنېږي.
د بلوچستان حکومت تازه اقدام پر داسې وخت کړی دی چې د اګست پر پینځمه په مستونګ کې یوې چاودنې د اېف سي ځواک د یو مېجر په ګډون درې سرتېري ووژل او درې یې ژوبل کړل. بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د حملې ذمه واري ومنله.
له دې پرته په جولای کې وسلوالو د صوبې په مختلفو برخو کې یوشمېر خونړۍ حملې وکړې. البته په بلوچستان کې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې امنیتي وضعیت خراب دی او د بلوڅ بېلتونپالو په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې وخت په وخت حملې کوي.
د جولای پر ۱۹مه وسلوالو د پوځ یو افسر په کوټه کې د مقناطیسي یا چسپکي بم په چاودنه کې وواژه. بي اېل اې پر مېجر محمد انور کاکړ د برید ذمه واري منلې وه.
داراز، د جولای پر ۱۸مه په مستونګ کې د پولیسو پر یو ګاډي په برید کې د مرستیال ډي اېس پي په ګډون دوه پولیس ووژل او دوه ژوبل شول. د هغې حملې مسوولیت چا نه وو منلی.
د بلوچستان حکومت د جولای پر نهمه او ۱۰مه نېټه د امنیتي ګواښونو له کبله له کوټې د پاکستان نورو برخو ته د اورګاډو تګ راتګ ځنډولی وو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جولای په پای کې په کوټه کې له چارواکو سره د لیدو پر مهال د "ترهګرۍ پرضد" د مبارزې هوډ تکرار کړ او و یې ویل چې په دې لړ کې د بلوچستان له حکومت سره "کلک ملاتړ" کوي.
د پاکستان وزیراعظم میا محمد شهباز شریف په مارچ کې په یو بیان کې ویلي ول چې وسلوال د بلوچستان د "سولې او پرمختګ دښمنان" دي او زیاته کړې یې وه چې هغوی به خپلو موخو ته په رسېدو بریالي نه شي.
په همدې حال کې د پاکستان پوځ او حکومت وايي چې د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.