د خیبر پښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې په چاودنه کې لږ تر لږه دوه ولسي وګړي وژل شوي او د یو پولیس په ګډون ۲۲ تنه ژوبل شوي دي.
د واڼه تاڼېدار عالمګیر مسید مشال راډیو ته وویل، چاودنه د اګست پر اوومه هغه مهال شوې چې د پولیسو ګاډی په بازار کې د ټیکسانو له تمځي (سټینډ) څخه تېرېده.
د واڼه د مرکزي روغتون یو چارواکي، چې د نوم نه خپرولو غوښتنه یې وکړه، مشال راډیو ته وویل، په ژوبلو کې د شپږو وضعیت خراب دی.
د سیمې یو اوسېدونکي عامر خان مشال راډیو ته وویل، چاودنه دومره زوروره وه چې د نېږدې ګاډو ښيښې یې ماتې کړې.
د ده په خبره، د پېښې پر مهال د واڼه بازار په ټیکسي اډه کې ګڼه ګوڼه زیاته وه.
د چاودنې نوعیت لا معلوم نه دی او ذمه واري یې هم لا چا نه ده منلې خو عالمګیر مسید زیاتوي، پولیس او امنیتي سرتېري د پېښې ځای ته رسېدلي دي او پلټنې کوي.
د کوز او بر جنوبي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې او وسلوالې ډلې وخت په وخت پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، ولسي مشرانو او فعالانو بریدونه کوي.
د اګست پر شپږمه وسلوالو په کرک کې وسلوالو د اېف سي ځواک درې سرتېري او د هغوی ډرېور وواژه. تر دې یوه ورځ مخکې وسلوالو په پېښور کې د پولیسو یو افسر او د هغه دوه ملګري ووژل. د دواړو حملو ذمه واري چا نه وه منلې.
تر دې مخکې، د اګست پر دویمه په کوز جنوبي وزیرستان کې په دوو جلا، جلا پېښو کې د یو نومیالي ولسي مشر ورور او یو پولیس ووژل شول.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای په پای کې په یو ویډیويي بیان کې وویل، "ترهګرۍ د صوبې د پرمختګ مخه ډب" کړې او ټینګار یې وکړ چې ټول باید له امنیتي ځواکونو سره د سولې او امنیت په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي دي.
تر دې څو اونۍ مخکې د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف هم په سوات کې خبري غونډې ته ویلي ول چې حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.