د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲ تنه وژل شوي دي


په کورمه کې یو پولیس چارواکی او سرتېري د لټون عملیاتو لپاره روان دي - انځور له ارشیفه.
په کورمه کې یو پولیس چارواکی او سرتېري د لټون عملیاتو لپاره روان دي - انځور له ارشیفه.

په کورمه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دوو پېښو کې دوه تنه وژل شوي دي.

په کوزه کورمه کې د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یا خپور شي، د اګست پر ۲۴مه مشال راډيو ته وویل، د اګست پر ۲۳مه سهار مهال وسلوالو د مینګکو کلي په دوران ځنګله کې یو ځايي شپون افتخار حسین وواژه.

دی وايي، تر دې لږ ساعت وروسته وسلوالو له جیندړي سیمې څخه یو بل ولسي وګړی علیم خان منګل وتښتاوه چې مړی یې د اګست پر ۲۴مه سهار مهال وموندل شو.

چارواکی وايي، نوموړی د وښو پرې کولو لپاره خپل پټي ته تللی وو چې وسلوالو وتښتاوه او بیا یې ویشتلی دی.

دی وايي، د منګل کورنۍ وايي له هېچا دښمني نه لري او له لومړنیو پلټنو ښکاري چې ښايي هغه د حسین په بدل کې وژل شوی وو.

خو پولیس چارواکي زیاته کړه چې پلټنې یې پیل کړې دي او په راتلونکو ورځو کې به د دواړو پېښو اصلي لامل معلوم کړي.

د مینګکو یو مشر ملک جواد علي له مشال راډیو سره په خبرو کې د منګل په وژنه کې د خپل کلي د اوسېدونکو ککړتیا رد کړه.

شاوخوا اته میاشتې مخکې د هغه کلي د اوسېدونکي افتخار حسین پلار هم وسلوالو وژلی وو، خو علي زیاتوي چې د هغوی کورنۍ له هېچا سره دښمني نه لري.

د کورمې اوسېدونکي وايي، ښايي دا ډول وژنې "فرقه ییز اسباب" ولري چې له کبله یې په ضلع کې د امنیت په اړه اندېښنې لا زیاتې شوې دي.

دا په تېرو شاوخوا دوو اونیو کې څلورم کس دی چې په مرموز ډول وژل کېږي. د اګست پر ۱۲مه په ډنډر صحرا کې د مولا باغ سیمې د رجب علي په نوم د یو شپانه جسد موندل شوی وو. تر دې یوه ورځ وروسته وسلوالو په بوشهره (بوشارو هم بلل کېږي) ځايي وګړی قدر ګل منګل وتښتاوه چې مړی یې د اګست پر ۱۴مه وموندل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۱مه د کورمې شیعه او سني مشرانو په پاړه چینار کې په جرګه کې پر امنیت بحث وکړ.

په هغه ناسته کې حکومتي او پوځي استازي هم شامل ول او پکې مشران د سیمې د امنیت ترڅنګ، د سولې د پخوانیو موافقو پر عملي کېدو هم وغږېدل.

د سیمې مشرانو د روان کال په جون کې د یو کال لپاره د اوربند موافقه کړې وه.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ اوسي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

په هغه ضلع کې دا ډول شخړې کله نا کله د فرقه ییز تاوتریخوالي شکل اخلي.

له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

د ۲۰۲۴ز کال نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.

شیعه او سني مشرانو د ۲۰۲۵ز کال په جنورۍ کې د حکومت په مینځګړتوب په جرګه کې د سولې تړون وکړ او پکې یې د امنیت په موخه د وسلوالو ډلو پرضد د بې توپیره کاروایۍ، مورچو ړنګولو، د ضلعې د ټولو سړکونو او لارو خلاصولو، د ځمکو لانجو هوارولو او له ولسه د وسلو ټولولو پرېکړې وکړې.

په موافقه کې دا هم راغلي ول چې حکومت به په نومبر کې د فرقه ییز تاوتریخوالي پر مهال په بګن کې د خلکو دوکانونو او کورونو سوځولو تاوان ورکوي.

البته هغه موافقه د دواړو خواوو ترمینځ د اختلافاتو او وروسته پر مال لېږدوونکو قافلو د نورو حملو له وجې ځنډېدلی وو.

د خیبر پښتونخوا حکومت په فبرورۍ کې پر مال لېږدوونکې قافلې تر برید وروسته د کوزې کورمې په بګن، ډډ کمر، اوچت، مندوریو او څرخېلو (چارخېل هم بلل کېږي) کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پرېکړه وکړه چې ځايي وګړو یې سخت مخالفت وکړ او پرضد یې احتجاجونه هم وکړل. خو چارواکو وویل چې د وسلوالو د ختمولو لپاره عملیات اړین دي.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۹مه د کوزې کورمې په بګن کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات پیل شول. د هغو عملیاتو له کبله د سیمې لسګونه کورنیو نورو ځایونو ته کډې وکړې.

په ۲۰۰۸ز کال کې د فرقه ییز تاوتریخوالي په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.


  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

اړوند

XS
SM
MD
LG