د خیبر پښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان په واڼه کې د ناامنۍ پر ضد د سیاستوالانو او ولسي وګړو احتجاجي پرلت دوام لري.
د "متحده سیاسي امن پاڅون" په نوم د سیاستوالانو، فعالانو، ولسي مشرانو او د ګڼو ځايي اوسېدونکو ناسته د جولای پر ۱۱مه د واڼه له بایپاس سړک سره پیل شوې او احتجاجیانو هلته د تګ راتګ لارې تړلې دي.
د احتجاج مشرانو د جولای پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې ناامني ده، چاودنې او بریدونه کېږي او وسلوالې ډلې له خلکو باج غواړي چې دې هر څه یې ژوند ګران کړی او زښت یې اندېښمن کړي دي.
د پرلت یو مشر ایاز وزیر وايي، غوښتنې یې "اییني او قانوني" دي.
د ده په خبره، تر ټولو مهمه غوښتنه یې په سیمه کې د امن و امان ده ځکه چې هلته شاوخوا "روزانه هدفي وژنې" کېږي او وسلوال له خلکو "بتې (باج) غواړي."
نوموړی وايي، له حکومته "محفوظ وزیرستان" غواړي چې بچي یې په ارامه فضا کې "سکول او مدرسې" ته ولاړ شي.
دی زیاتوي، بله غوښتنه یې د انګور اډې لاره بیا پرانیستل دي چې خلک له افغانستان سره تګ راتګ او کاروباریان سوداګري وکړای شي.
د پرلت ګډونوال او شکۍ سیمې یو مشر حمزه وزیر وايي، د انګور اډې لاره له دوو کلونو راهیسې بنده ده چې د خلکو ژوند او اقتصاد یې خورا ځپلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د کوز جنوبي وزیرستان انتظامیې په مارچ کې د انګور اډې پر لاره د خلکو تګ راتګ او سوداګرۍ بحالولو اعلان کړی وو خو دا کار تر اوسه نه دی شوی.
د کوز جنوبي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد ناصر خان د پرلتوالو د څرګندونو او غوښتنو په اړه له تبصرې ډډه وکړه خو نوموړي د جولای پر اوومه مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت د انګور اډې لارې بیا پرانیستو هڅه کوي.
دی وايي، تیارۍ یې بشپړې کړې دي خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ځواب ته په انتظار دي.
د انګور اډې خلکو د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې د لارې تړلو له وجې احتجاجي ناسته پيل کړې وه او د پاکستان له حکومته یې غوښتل چې له افغانستان سره د تجارت او د خلکو تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ختم کړي.
ځايي سوداګر او ټرانسپورټران وايي د انګور اډې لارې بندېدو له وجې یې د اربونه روپیو تاوان کړی دی او زرګونه کسان بې کاره شوي دي.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت سره تړي.
د خیبر پښتونخوا د یوشمېر نورو ضلعو په څېر په بر او کوز جنوبي وزیرستان کې هم امنیتي وضع خورا خرابه ده چې پرضد یې ځايي خلکو په بیا بیا احتجاجونه، جلسې، لاریونونه او جرګې کړې دي.
خو حکومت ټینګار کوي چې د ناامنۍ پرضد مبارزې ته ژمن دی. د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.
په همدې حال کې پولیس او پوځ هم وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوې کوي.