د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خبرداری ورکړی دی چې که روسیه او اوکراین د جګړې پای ته رسولو لپاره مشخص پلانونه وړاندې نه کړي نو واشنګټن به د مینځګړتوب هڅې کمې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټیمي بروس د اپرېل پر ۲۹مه په واشنګټن کې د خبري غونډې پر مهال د روبیو په حواله وویل، وخت راغلی چې دواړه خواوې د شخړې پای ته رسولو لپاره اغېزناک وړاندیزونه وړاندې کړي.
هغې وویل، که په دې برخه کې پرمختګ و نه شو نو امریکا به له مینځګړتوبه په شا شي.
پر هم هغه ورځ امریکايي ډېپلوماټ جان کېلي د امنیت شورا په غونډه کې پر روسیې تور پورې کړ چې وینې بهونې ته یې دوام ورکړی دی او لویې حملې کوي چې پکې "د بېګناه ولسي وګړو په ګډون" خلکو ته مرګژوبله اوړي.
ده وویل، دا د اوکراین او روسیې "پر مشرانو منحصره ده چې پرېکړه وکړي چې ایا سوله شونې ده او که څنګه."
نوموړي زیاته کړه: "که دواړه خواوې د جګړې ختمولو ته تیار وي نو امریکا به ورسره تلپاتې سولې ته د رسېدو په لاره کې ملاتړ وکړي."
روسیې او اوکراین لا د هغو لوړپوړو امریکايي چارواکو پر تازه څرګندونو تبصره نه ده کړې.
په عین وخت کې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د اپرېل پر ۲۸مه په دویمه نړیواله جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد او د هغوی د شریکانو د بریا ۸۰مې کلیزې په مناسبت د مې له اتمې څخه تر ۱۰مې پورې درې ورځنی اوربند اعلان کړ.
تر دې مخکې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اپرېل پر ۲۷مه وویل، پوتین "حملې ودروي" او له اوکراین سره د جګړې ختمولو لپاره د سولې موافقې ته راضي شي.
نوموړي دا خبره په واټیکان کې د کیتلېک مسیحیانو د مشر پوپ فرانسېس د جنازې پر مهال له اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي سره تر مخامخ لیدنې یوه ورځ وروسته وکړه.
ټرمپ په جنورۍ کې د ولسمشرۍ دندې له پیلولو راهیسې په اوکراین کې د ۳۸ میاشتنۍ جګړې ختمول د خپلو مهمو لومړیتوبونو برخه ګرځولې او تېره میاشت یې پر دواړو خواوو د سمدستي اوربند غږ کړی وو.
هغه مهال زېلېنسکي د ټرمپ وړاندیز ومانه خو پوتین له واشنګټن سره د اوربند پر جزییاتو مذاکراتو ته دوام ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې پر هغه هېواد حملو ته زور ورکړی دی او اوکراین یې هم پر وړاندې ځوابي بریدونه جاري ساتلي دي.
د اپرېل پر ۲۴مه پر پلازمېنې کییف د روسیې د توغندیو او ډرون الوتکو په لوی برید کې ۱۲ تنه ووژل او ۹۰ ژوبل شول. امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ هغه حمله غندلې وه.