د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي چارواکي وايي د الوتکې پرېوتو پېښه کې "هېڅوک ژوندي نه دي پاتې"


روسي چارواکي وايي، الوتکه د جولای پر ۲۴مه له ختیز تېندا ښار سره نېږدې پرېوته.
روسي چارواکي وايي، الوتکه د جولای پر ۲۴مه له ختیز تېندا ښار سره نېږدې پرېوته.

روسیو چارواکو او پلټونکو د هېواد په ختیز امور سیمه کې د الوتکې پرېوتو په پېښه کې د پینځو ماشومانو په ګډون د ۴۹ کسانو وژنه تایید کړې ده.

د سیمې والي واسیلي اورلوف د جولای پر ۲۴مه تر پېښې څو ساعته وروسته د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي وښووله.

نوموړي په بیان کې ویلي، "د لومړنیو معلوماتو پر اساس په خپګان وایم چې په تېندا ولسوالۍ کې د اېن-۲۴ الوتکې د پرېوتو په ځای کې هېڅوک ژوندي نه دي پاتې."

انتونوف اېن – ۲۴ الوتکه د جولای پر ۲۴مه له بلاګووېشچېنسک ښاره د تېندا پر لوري روانه وه چې له راډاره ورکه شوه.

څو ساعته وروسته چارواکو له ښاره شاوخوا ۱۵ کېلومیټره لیرې په ځنګله کې د الوتکې ټوټې وموندې.

د بیړنیو چارو وزارت وايي، ژغورونکې ډلې لومړی د سیمې د سختې جغرافیې له وجې د پېښې ځای ته په رسېدو کې له مشکلاتو سره مخامخ وې خو بالاخره هلته ورسېدې.

وزارت په بیان کې وویل، هغوی په سیمه کې د لټون عملیاتو ته دوام ورکړی دی خو هېڅوک ژوندي نه دي پاتې.

د امور سیمې والي اورلوف ویلي دي چې په الوتکه کې ټول ۴۹ تنه سپاره ول چې شپږ یې د عملې غړي ول.

لومړني راپورونه وايي چې الوتکه ښايي د پیلوټ د تېروتنې له وجې پرېوتې وي ځکه چې په تېندا کې موسم خراب وو او د دید ساحه خورا محدوده وه. راپورونه وايي، پیلوټ تر دې مخکې پر هوايي ډګر د کوزېدو هڅه کړې وه خو بریالی نه شو.

تر دې مخکې د روسیې انټرفیکس اژانس هم د بیړنیو خدماتو ادارې د سرچینو، چې نومونه یې نه دي ښوولي، له خولې ویلي چې د پېښې پر مهال په سیمه کې موسم خورا خراب وو.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس زیاتوي چې روسیو چارواکو د پېښې پلټنې پیل کړې دي.

اېن-۲۴ الوتکه د پخواني شوروي اتحاد له وختونو کارېږي او تر دې مخکې یې هم د خوندیتوب په اړه پوښتنې او اندېښنې وې.

XS
SM
MD
LG