د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "بلوڅو ازادي غوښتونکې ډله بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) او د هغې ملاتړه ډله مجید بریګیډ د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په لېسټ کې شاملې کړې دې.
دواړه ډلې د دوی په وینا د بلوچستان د خپلواکۍ او د بلوڅو د حقونو لپاره د پاکستان د حکومت پرضد پراخه وسلواله مبارزه کوي او په تېرو څو کلونو کې یې د پاکستان په ځینو برخو او په ځانګړي ډول په بلوچستان ایالت کې د لویو وسلوالو بریدونو ذمه واري منلې ده. مجید بریګیډ د بلوچ لېبرېشن ارمي یوه څانګه ده چې بلوڅو بیلتون غوښتونکو په ۲۰۱۱ز کال کې جوړه کړې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۱۱مه پر خپلې ووبپاڼې د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو بیان خپور کړی دی چې پکې راغلي دي، بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) له ۲۰۱۹ز کال راهیسې د ګڼو ترهګریزو بریدونو له وجې د ځانګړې نړیوالې ترهګرې ډلې (SDGT) په لېسټ کې اچول شوې وه. په بیان کې وړاندې راغلي دي چې د ۲۰۱۹ز کال راهیسې بي اېل اې د ګڼو ترهګریزو بریدونو مسولیت قبول کړی دی چې پکې د مجید بریګیډ لخوا ترسره شوي بریدونه هم شامل دي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې د هغو بریدونو ذکر هم شوی دی چې بلوچ لېبرېشن ارمي او مجید بریګیډ ترسره کړي دي. په دغو بریدونو کې په ۲۰۲۴ز کال کې د کراچۍ هوايي ډګر ته نږدې او د ګوادر د هوايي ډګر پر ودانۍ د ځانمرګو بریدونه او د ۲۰۲۵ز کال په مارچ کې د جعفر ایکسپرېس یرغمالول شامل دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې اعلامیه وړاندې لیکي، "د ترهګرو په لېسټ کې د بلوڅ ازادي غوښتونکې ډلې شاملول، د ترهګرۍ پر وړاندې د ټرمپ د انتظامیې د هوډ او مبارزې ښکارندويي کوي."
د امریکا له خوا د ترهګرو ډلو په لېسټ کې د بلوڅ ازادي غوښتونکې ډلې شاملول ښايي پر دغې ډلې د مالي ملاتړ سرچینې راکمې کړي.
د بلوچستان اعلا وزير سرفراز بګټي د امریکا لخوا د بلوچ لېبرېشن ارمي او د هغې د ملاتړې ډلې مجید بریګیډ د ترهګرو ډلو په توګه د پېژندلو هرکلی کړی دی.
نوموړي د اګست پر ۱۱مه پر اېکس (پخواني تويټر) ليکلي چې د پاکستان وفاقي حکومت او د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر په موثره توګه د پاکستان موقف امريکې اداري ته واړندې کړی دی.
د امریکا حکومت په داسې وخت کې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) او د هغې ملاتړه ډله مجید بریګیډ د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په لېسټ کې شاملې کړې دي چې د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر د امریکا په دوره دی. د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا ادارې (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۰مه په یو بیان کې ویلي وو چې نوموړي په امریکا کې د لوړپوړو امریکايي پوځي چارواکو سره کتلي دي.
تر اوسه بلوچ لېبرېشن ارمي او مجید بریګیډ د امریکا د حکومت د دې تازه اقدام په اړه څه نه دي ویلي. یادې دواړه ډلې وار له مخې پاکستان هم د ترهګرۍ په لېسټ کې شاملې کړې دي.