د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خيبر کې ناپېژندليو وسلوالو ۳ ځوانان په ډزو وژلي دي


په خيبر کې ځايي فعالان د امن غوښتنه کوي ـ انځور له ارشيفه
په خيبر کې ځايي فعالان د امن غوښتنه کوي ـ انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا په خيبر ضلع کې ناپېژندليو وسلوالو درې کسان په ډزو وژلي دي.

د خيبر ضلعې د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي نن (د مې پر ۲۳مه) مشال راډیو ته وویل چې نامعلومه وسلوالو د مې پر ۲۲مه د ابراهیم اپرېدي، صمد اپرېدي او نوید عالم اپرېدي په نوم درې ځوانان تښتولي ول چې نن سهار یې په ډزو وژلي دي.

ځايي خلکو مشال راډیو ته وویل چې د وژل شویو کسانو جسدونه د غره په لمن کې غورځول شوي ول.

د تیرا د ملک دینخېلو یو استوګن، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم يې په ډاګه شي، مشال راډیو ته وویل چې دا کسان وسلوالو په دې تور وژلي دي چې ګواکې امنیتي ځواکونو ته یې جاسوسي کوله. خو د وژل شویو کسانو کورنۍ وايي چې هغوی بې ګناه ول او له هېچا سره يې اړيکه نه درلوده.

تر اوسه د دې بريد ذمه واري چا نه ده منلې.

په تیرا کې د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار، حافظ ګل بهادر، او د لشکر اسلام په ګډون د ځينو نورو وسلوالو ډلو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د صوبې په قبايلي او جنوبي ضلعو کې له تېرو درو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي او وسلوالې ډلې اکثر پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، فعالانو، سیاستوالانو او دیني عالمانو حملې کوي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.

د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG