وسلوالو په کوز جنوبي وزیرستان کې یو دیني عالم وژلی دی

یو پوځي سرتېری په کوز جنوبي وزیرستان کې له غونډۍ څخه سیمه څاري - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې وسلوالو د سیمې یو مخور دیني عالم وژلی دی.

د پولیسو یو چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، وسلوالو مولانا ثنا الله د اګست پر ۱۱مه له جومات سره نېږدې وویشت.

نوموړی په سیمه کې د یو جومات امام وو او اصلاً د شکۍ سیمې اوسېدونکی وو.

د مولانا ثنا الله د وژنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس وايي، د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کوز او بر جنوبي وزیرستان کې په وروستیو کې یوشمېر حملې شوې دي.

د اګست پر اوومه د کوز جنوبي وزیرستان د مرکز واڼه د ټیکسیانو په تمځي (سټینډ) کې په چاودنه کې لږ تر لږه دوه ولسي وګړي ووژل او د یو پولیس په ګډون ۲۲ تنه ژوبل شول.

تر دې مخکې، د اګست پر دویمه په کوز جنوبي وزیرستان کې په دوو جلا، جلا پېښو کې د یو نومیالي ولسي مشر ورور او یو پولیس ووژل شول.

له دې پرته د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې هم له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې او وسلوالې ډلې وخت په وخت پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، ولسي مشرانو او فعالانو بریدونه کوي.

د اګست پر شپږمه وسلوالو په کرک کې وسلوالو د اېف سي ځواک درې سرتېري او د هغوی ډرېور وواژه. تر دې یوه ورځ مخکې وسلوالو په پېښور کې د پولیسو یو افسر او د هغه دوه ملګري ووژل. د دواړو حملو ذمه واري چا نه وه منلې.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

د صوبې ګورنر فیصل کریم کونډي د اګست پر اوومه په سوات کې خبریالانو ته ویلي ول چې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې د ناامنۍ ضد هر ډول اقدامات کوي. ده زیاته کړه چې پوځي عملیات یا مذاکرات د وفاقي حکومت په واک کې دي او هغه به خپل مسوولیت ادا کوي.

داراز، د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای په پای کې په یو ویډیويي بیان کې وویل، "ترهګرۍ د صوبې د پرمختګ مخه ډب" کړې او ټینګار یې وکړ چې ټول باید له امنیتي ځواکونو سره د سولې او امنیت په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.