د بکاخېلو مشران وايي د ولس د ځان او مال ساتنې لپاره "وسلوال لښکر" جوړوي

د بکاخېلو مشران په جرګه کې ناست دي - د اګست ۱۴مې انځور

د بنو د بکاخېلو ولسي مشرانو ویلي، د خلکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره "وسلوال لښکر" جوړوي.

هغو مشرانو د اګست پر ۱۴مه په بنو کې د امنیت او د یو ولسي مشر ملک بخمل د خلاصون لپاره جرګه وکړه.

هغوی وايي، نوموړی د اګست پر ۱۲مه وسلوالو د بکاخېلو له منډیۍ څخه تښتولی او تر اوسه یې درک نه دی لګېدلی.

د ځايي خلکو په وینا، ملک بخمل یو کاروباري او مدني فعال دی او تر اوسه معلومه نه ده چې چا او ولې تښتولی دی.

خو پولیس وايي، د نوموړي د موندلو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.

د جرګې یو مشر ملک قادر خان په وینا کې وویل، پر حکومت او وسلوالو دواړو غږ کوي چې تښتول شوی ملک دې ژر تر ژره خوشې کړي. نوموړي وړاندې وویل، وسلوال لښکر د چا په حق یا خلاف نه بلکې د ولسي دفاع په مقصد جوړوي.

د جرګې پر مهال مشرانو دا هم وویل چې ولسي لښکر به په سیمه کې د سړي تښتوونکو، هدفي بریدونو، باج اخیستنې او ناامنۍ خلاف کار کوي.

د بنو چارواکو لا د وسلوال لښکر جوړولو پرېکړې په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی چې پولیس د امنیت او د خلکو د خوندیتوب مسوولیت ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.

خو د پاکستان او د هغو صوبو حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.

په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.