د پاکستان او امریکا چارواکو د "ترهګرۍ د ټولو بڼو او اشکالو پر وړاندې مبارزې ته پر ګډه ژمنتیا تاکید" کړی دی.
د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د اګست پر ۱۲مه په اسلام اباد کې د پلاویو تر ملاقات وروسته په ګډ بیان کې ویلي دي چې چارواکو د بلوڅ بېلتونپالې ډلې "(بلوچ لېبرېشن ارمي یا بي اېل اې)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون د ترهګرو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د اغېزناکه لارو چارو پر لټولو ټینګار" وکړ.
بیان وايي، امریکايي پلاوي د "ترهګرو ډلو په مخنیوي کې د پاکستان د بریاوو ستاینه" وکړه او په مارچ کې یې د بلوچستان په بولان کې پر مساپر لېږدوونکي اورګاډي جعفر اېکسپرېس د وسلوالو په "وحشیانه برید" او په مې کې په خضدار کې د ښوونځي د ماشومانو پر بس په ځانمرګې حمله کې د "ولسي وګړو او قانون پلي کوونکو ادارو د کارکوونکو پر وژنه خواخوږي" وښوده.
د مارچ پر ۱۱مه بي اېل اې په بولان سیمه کې جعفر اېکسپرېس محاصره کړی وو. هغه مهال د پاکستان پوځ تایید کړې وه چې وسلوالې ډلې ۲۱ مساپر او څلور د ملېشې ځواک سرتېري وژلي دي. البته بي اېل اې هغه مهال د لسګونه استخباراتي کارکوونکو د وژلو دعوه کړې وه. داراز، د مې پر ۲۱مه په خضدار کې پر بس په ځانمرګي برید کې د درې زده کوونکو په ګډون پینځه تنه وژل شوي ول. البته د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.
دا تر هغې وروسته ده چې د اګست پر ۱۱مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بي اېل اې او د هغې ډلې ملاتړی مجید برېګېډ د "بهرنیو ترهګرو سازمانونو" په نوملړ کې شامل کړل او ورباندې یې بندیزونه ولګول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۹ز کال کې هم بي اېل اې د ځانګړې ترهګرې او بهرنۍ ترهګرې ډلې په نوملړ کې اچولې وه خو دا ځل یې ورسره مجید برېګېډ هم شامل کړ.
بي اېل اې او مجید برېګېډ په پاکستان کې د ګڼو حملو ذمه واري منلې ده.
د پاکستان له جوړېدو راهیسې په تېرو ۷۶ کلونو کې یوشمېر بلوڅ ډلو په مختلفو وختونو کې پینځه ځلې د رياست پرضد وسله پورته کړې ده چې په غبرګون کې يې هر وار حکومت پوځي عملیات کړي دي.
هغه ډلې وايي چې په ۱۹۴۸ز کال کې د پاکستان واکدارانو د بلوڅانو خپلواکه قلات ریاست د يوه "جبري تړون" له لارې له پاکستان سره ګډ کړی وو او دوی غواړي چې بلوچستان بیا ازاد کړي. خو د پاکستان حکومت دريځ لري چې د هغه وخت د قلات واکمن مير احمد یار خان او د پاکستان پخواني ګورنر جنرل محمد علي جناح ترمینځ له تړون سره سم، قلات "په خپله خوښه" په پاکستان ورګډ شوی وو.
داراز، په تېره څه باندې یوه لسیزه کې بلوڅ وسلوالو په بلوچستان او کراچۍ کې پر چينايي وګړو او ګټو یوشمېر حملې کړې دي. له هغو څخه د ډېریو حملو مسوولیت بي اېل اې او مجید برېګېډ منلی دی.
چين په بلوچستان کې د ګوادر بندر ترڅنګ په مختلف سيمو کې پانګونه کړې ده. د اربونو ډالرو هغه پانګونه د چین – پاکستان اقتصادي لارې (سیپيک) د پروژو په ترڅ کې کېږي.
له دې پرته په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
له هغو څخه یې د ډېریو حملو ذمه واري ټي ټي پي او حافظ ګل بهادر ډلو منلې ده خو د داعش خراسان څانګې هم د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په مختلفو برخو کې خونړۍ حملې کړې دي. هغې ډلې په جولای کې د ناوګۍ تحصیل د انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) فیصل اسماعیل په ګډون د پینځو کسانو د وژنې مسوولیت منلی وو.