د باجوړ یوې جرګې پر حکومت غږ کړی چې په روانو پوځي عملیاتو کې دې د ولسي وګړو له وژنو څخه ډډه وکړي.
جرګه د سېپټېمبر پر درېيمه نېټه وشوه چې پکې سیاسي او قبایلي مشرانو ګډون وکړ. د جرګې ګډونوال او د پاکستان پيپلز ګوند يو مشر اخوندزاده چټان د سېپټېمبر پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې په جرګه کې له حکومته غوښتنه وشوه چې په سيمه کې دې حکومتي واکداري ټينګه کړي.
نوموړي وویل، "انتظاميې سره دا خبره کول دي چې کوم عملیات تاسو روان کړي دي، په دې کې دې نور ولسي وګړي نه شهيدان کېږي. که زموږ پر دې خبرو عمل نه کېږي نو بیا به ګورو چې څه لاره خپله کړو ځکه چې له ولس سره بله لار نه شته او يوازینۍ لاره ورسره د احتجاج ده."
اخوندزاده چټان وړاندې وویل چې په جرګه کې د هغو خلکو پر وضعیت هم اندېښنه وښوول شوه چې د عملیاتو له وجې له ماموندو نورو سیمو ته کډه شوي دي. نوموړی وايي له حکومته غوښتنه وشوه چې د بې ځایه شویو خلکو ټول اساسي ضرورتونه دې پوره کړي.
بل پلو، د پاکستان مرکزي او د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومتونه وايي چې د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي.
په باجوړ کې دا جرګه پر داسې مهال شوې چې د لوی ماموندو په مختلفو برخو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري. د دغو عملیاتو له وجې له سیمې څخه تر ۱۰۰،۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي دي چې د مرکز خار په لوبغالي کې د جوړ کیمپ په ګډون د ضلعې او خیبر پښتونخوا نورو برخو ته تللي دي.
په دغو عملیاتو کې د راپورونو له مخې خلکو ته د مرګ ژوبله هم ور اوړېدلې ده.
په باجوړ کې په دې وروستیو کې ناامني زیاته شوې ده او د وسلوالو په بریدونو کې ولسي خلکو، مشرانو، سیاستوالانو او د پولیسو سرتېرو او پوځ ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د باجوړ په ګډون په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي. له دې پرته، وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.
د پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي.