ټرمپ د یوې قانوني مسودې تر لاسلیکولو وروسته خبري غونډې ته د وینا پر مهال د افغانانو د برخلیک په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، پوهېږي چې په هغوی کې "ډېری ښه کسان دي" او پکې داسې هم شته چې "ښايي ډېر ښه نه وي" خو ټینګار یې وکړ چې واشنګټن به هغو ته پام کوي چې د امریکا لپاره یې "کار کړی" دی.