د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: د افغانستان تلپاتې سوله په خبرو راتلای شي


د پاکستان وزيراعظم نواز شريف
د پاکستان وزيراعظم نواز شريف

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف پرون ماښام (زیارت شپه) د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وينا کې په يوشمېر موضوعاتو خبرې وکړی. نوموړي وويل هغوی به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې پاکستان بې ثباته کړي.

((زما هېواد تر ټولو زيات د ترهګرۍ ښکار دی. په دې کې هغه ترهګر هم دي چې له بهره يې مالي او نور کومک او ملاتړ کېږي. موږ به کله هم په خپل هېواد کې هغه ترهګري پرېنږدو چې د بهر ملاتړ لري او زموږ هېوا بې ثباته کوي. زموږ زرګونه وګړي او امنيتي سرتېري تر دې دمه په ترهګريزو بريدونو کې وژل شوي يا ژوبل شوي.))

د پاکستان وزير راعظم وويل په افغانستان کې له کلونو راهيسې د روانې جګړې د ختمېدو او په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره د افغان دولت او افغان طالبانو تر منځ خبرې اترې او مذاکرات تر ټولو غوره لار ده.

ښاغلي شريف همداراز ترهګري يوه نړیواله مسله بللې او پر نړیوالې ټولنې يې غږ وکړ چې د دې د مخنيوي لپارهګډې هڅې وکړي. نواز شريف دا څرګندونې د شورو پر ورځ ناوخته د امريکا په نيويارک ښار کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۷۱ غونډه کې د وينا پر مهال وکړې. که څه هم دغه اسمبلۍته د ښاغلي شريف د وينا ډېره برخه د کشمير موضوع ته ځانګړې شوې وه، خو سربېره پر دې يې په پاکستان کې د ترهګرو پر ضد د پوځي عملياتو او همداراز د افغانستان د حالاتو په اړه هم خبرې وکړې.

وزيراعظم نواز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وينا پر مهال د افغانستان په اړه وويل چې په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره خبرې اترې يوازنۍ لار ده او په خبره‌يې چې هېواد يې د افغان ولسمشر په غوښتنه د افغان سولې په بهير کې مرسته کوي:

((نړیواله ټولنه په افغانستان کې د روانې ۱۵ کلنې جګړې وروسته پر دې متفقه شوې چې په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې يوازنۍ لار د افغان دولت او افغان طالبانو تر منځ خبرې اترې دي. پاکستان له پخوا راهيسې د افغانستان جګړې ختمېدو لپاره همدا لار غوره بللې او په همدې بنياد موږ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه د افغانستان سولې په بهیر کې سهولت ترسره کړى))

د پاکستان وزيراعظم په داسې وخت کې يو ځل بيا په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د افغان دولت او طالبانو خبرې اترې غوره انتخاب بللى چې په دا وروستيو کې د کابل او اسلام‌اباد اړيکې يو څه ترينګلې شوې دي. دا اړيکې تر هغه وروسته ترېنګلې شوې چې له تېرې یوڅه مودې راهيسې .‎په افغانستان کې د وسله والو په بريدونو کې زياتوالی راغلى چې افغانستان يې تور پر پاکستان پورېکوي خو پاکستان دغه تورنه ردوي.

ښاغلي شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وينا پر مهال په پاکستان کې د ترهګرو پر ضد د پوځي عملياتو يادونه هم وکړه او دا عمليات‌ يې په نړۍ کې د ترهګرو پرضد تر ټولو ستر عمليات وبلل.

نواز شريف د ملګرو ملتونو اسمبلۍ ته همدا راز وويل چې هېواد يې له هند سره سوله‌یيز تعلقات غواړي خو نوموړي ټينګار وکړ چې په سيمه کې امن تر هغو نه شي راتلی چې تر څو د کشمير لانجه نه وي حل شوي.

XS
SM
MD
LG