د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د یوه ټویټ په بیرته اخېستو اختلافات نه شي ختمېدلای'


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف او د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه د لیدو مهال. (فایل فوټو)
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف او د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه د لیدو مهال. (فایل فوټو)

د پاکستان واکمن مسلم لیګ (ن) وايي، تېر کال د ډان ورځپاڼې رپورټ په تړاو د حکومتي پرېکړې په اړه د پاکستان پوځ له لوري د خپل بیان اخېستل ښيي چې یوازې وزیراعظم د هغه هېواد اجراییوي مشر دی.

د ګوند ویاند صدیق الفاروق بېګا مشال راډیو ته وویل، د حکومت او پوځ تر منځ اختلافات پای ته رسېدلي دي. "يو څه خيال وو، يو خوا ته لږه ډېره غلطي وه خو حل شوه. پوځ د خپل ټويټ په بیرته اخېستو دا خبره ومنله چې وزيراعظم د هېواد اجرايیوي مشر (چيف اېګزېکټيو) دی، د هغه فرمان قانوني فرمان دی.دا د ټول ملک او د هغې د ادارو لپاره ډېره بهتره خبره ده."

پر دې موضوع مو د پوځ د عامه اړیکو له دفتر (ای اېس پي ار) سره د خبرو هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

پروسږ کال په اکتوبر کې د ډان ورځپاڼې په یوه رپورټ کې راغلي ول چې حکومت پوځ ته ویلي چې د ناسمو تګلارو له کبله هېواد د یوازیتوب په حال کې دی.

پوځ او حکومت دواړو دا رپورټ ناسم بللی وو او حکومت د رازونو جوتولو لپاره یې یوه څېړنیزه کمېټي ګمارلې وه.

د تېرې میاشتې پر ۲۹مه، وزیر اعظم د دې کمېټۍ د موندنو په نتیجه کې خپل سلاکار طارق فاطمي له دندې لیرې کړ خو د دې په ځواب کې د پوځ عامه اړیکو وياند جنرل اصف غفور پر ټويټر پاڼه ليکلي ول چې دغه فرمان د پلټنيزې کمېټۍله سپارښتونو سره سم نه دی، دوی د وزیراعظم ا اقدام ناکافي بللی او رد کړی وو.

خو په تېره چارشنبه پوځ خپل بیان بیرته واخېست او و یې ویل چې وزیراعظم د پلټنیزې کمېټۍ پرېکړې عملي کړې دي.

که څه هم د پاکستان حکومتي ګوند مسلم ليګ (ن) ياد مشر د پوځ او حکومت ترمنځ د اختلافاتو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه خو و یې ويل چې د پوځ لخوا دغه وروستی ټويټر بيان ښيې چې د مرکزي حکومت او پوځ ترمنځ اختلافات ختم شوي دي.

د سيمه ييزو چارو پوه افراسياب خټک وايي په يوه ټويټ سره اختلافات نه شي ختميدلای.

نوموړی وايي په پاکستان کې له کلونو راهيسې د پاکستان پوځي ایسټېبلېشمنټ او ولسي حکومت ترمنځ د اقتدار پر سر اختلافات راروان دي او دومره زر نه شي ختمېدلای. که څه هم د پاکستان په آیین کې د پوځ رول نه شته خو تل په اقتدار کې د دوی کردار پاته شوی دی. اصل مسله د ټویټ نه ده بلکې دا ده چې پر پاکستان به واکمني څوک کوي.

د پاکستان پوځ پخوانی لفټيننټ جنرل طلعت مسعود بيا وايي که څه هم د هيواد د بهرنېو چارو پالسۍ پر جوړولو او د امنيت پر مسلو د حکومت او پوځ ترمنځ اختلاف وو خو د ده په خبره د پوځ لخوا وروستی ټويټ ښيې چې دغه اختلافات اوس تر څه حده کم شوي.

"دا د دې خبرې عکاسي کوي چې د پوځ او اولسي حکومت ترمنځ په اړيکو کې کوم ترنګلتيا وه هغه تر ډېره حده کمه شوې او له دې داسې هم برېښي چې پوځ اوس دا مني چې بايد له ولسي حکومت سره يې اړيکې ښې وي ځکه چې دا وخت د پاکستان له هندوستان سره اړيکې خرابې دي، د افغانستان او ايران سره يې هم اړيکې دومره ښې نه دي نو اوس چې پوځ د خپل بيان واپس اخېستو کومه پرېکړه کړې نو دا يو ښه ګام دی. د دې کرېډټ د پاکستان وزيراعظم او پوځ مشر دواړو ته ځي."

موږ هڅه وکړه چې پر دې مسله له پوځي چارواکو سره خبرې وکړو خو بريالي نه شو البته تېره ورځ پوځ په خپل بيان کې ويلي چې دوی د هېواد د ايين او جمهوريت ملاتړ کوي.

د يادونې ده چې د پاکستان انګرېزۍ ورځپاڼې ډان د ۲۰۱۶ م کال اکتوبر مياشت کې يو ځانګړی راپور خپور کړی وو چې پکې د سرچينو په حواله ويل شوي ول چې د نواز شريف په مشرۍ د امنيت په اړه غونډه کې ولسي حکومت پوځ ته ويلي ول چې پاکستان په نړيواله کچه د يوازيتوب پر لور روان دی او بايد دوی د وسله والو ډلو پرضد کاروايي وکړي.

خو د پاکستان وزيراعظم او پوځ دواړو له خوا دا راپور رد کړی شوی وو او وروسته يې په دې اړه يو پلټنيزه کمېټي جوړه کړې وه.

XS
SM
MD
LG