د هغه په وېنا فکر کوي چې دا مرکه د ایسټبلیشمنټ د فشار له کبله نشر نه شوه. نوموړي د جولای په دوهمه مشال رېډيو ته وويل چې زرداري په دې مرکه کې د بلوچستان او پوځ په اړه خبرې کړې وي. ((ښکاره خبره ده چې د ا د هغوی (اسټېبلېشمنټ)) کار کېدای شي. دا ځکه هم دوی دي چې يوازې هغوی په زور راوړلو سره داسې يوه مرکه چې ايله پر ټيليويژن خپرېدل پېل شوې وي، ودروي.))
په مرکه کې څه وو؟
په پاکستان کې تېر کال د سېنټ انتخابات وشول. تر دې ټاکنو مخکې په بلوچستان کې د مسلم لېګ (ن) حکومت مات شو او په سينټ کې د ټاکنو پر مهال د مسلم لېګ (ن) رايې کمې شوې. دې ګوند ويلي وو چې پيپلز پارټي او پوځ د دې کار تر شا لاس لري. پوځ دا تورونه رد کړي دي.
که څه هم په دې اړه د حامد مېر سره د اصف علي زرداري د مرکې ټوله برخه نشر نه شوه خو مېر پر خپله ټويټر پاڼه د زرداري لنډې خبرې خپرې کړې دي. هغه پکې وايي چې په بلوچستان کې د مسلم لېګ (ن) حکومت چپه کولو فېصله د ده ګوند د ټولو غړو وه او اوس غواړي چې د سينيټ چېرمېن هم ليري کړي.
حامد مېر مشال راډيو ته وويل چې له څو ورځو راهيسې د دې مرکې اعلانونه پر ټيليويژن خپرېدل خو په پاکستان کې د اليکټرانيک مطبوعاتو د څار ادارې (پيمرا) ورته ونه ويل چې مه یې نشروئ.
هغه زياته کړه: ((نه راته د اسمبلۍ سپېکر او نه راته د اطلاعاتو وزارت څه ويلي چې وروره تا دا مرکه ولې کړې؟ که يو منتخب پارليماني استازی په پارليمان کې خبرې کولی شي نو هغه وروسته له خبريالانو سره هم خبرې کولی شي. په اخره کې د جيو انتظاميې وويل چې په موږ فشار دی خو هغوی هم دا ونه ويل چې فشار له کومه خوا راغلی. نو زه دا انګېرلی شم چې دا د ولسي حکومت فشار نه دی.))
مرکه له قانونه سرغړونه وه؟
پيمرا د مطبوعاتو څارنه کوي او چې څه د دوی په فکر له قانونه سرغړونه وي، هغه خپرېدو ته نه پرېږدي. خو د دې ادارې د فعاليتونو عمومي مشر محمد طاهر د جولای په لومړۍ نېټه مشال راډيو سره خبرو کې وويل چې د حامد مېر مرکه دوی نه ده بنده کړې ځکه چې داسې مالومات نه لري چې په مرکه کې د دوی له قوانينو سرغړونه شوې وي.
هغه زياته کړه: (( په دې کې زموږ څه دخل نشته. څه تخنيکي ستونزه به وي چې د هغو له وجې چېنل د هغه مرکه درولې وي. چېنلونه په خپلو ادارياتي (ايډيټوريل) پاليسيو يا پروګرامونو کې ازادې دي. موږ له زدراري صېب سره مرکه له نشرکېدو نه ده درولې. که چېرته له ضابطه اخلاقو يا د پېمرا له قوانيو سرغړونه هم کيږي نو موږ سره بيا اختيارات شته او ګامونه پورته کولی شو خو د هغه کار لپاره هم يوه پروسه وي. داسې سم د لاسه کار نه وي.))
په پاکستان کې د ایسټبلشمنټ ټکی د پوځ لپاره کارېږي. پوځ د زرداري د مرکې د ودرولو په اړه کوم بيان نه دی ورکړی. مشال راډيو د پوځ د عامه اړيکو له څانګې په دې اړه د نظر اخيستو کوښښ وکړ خو بريالۍ نه شوه.
په همدې حال کې خبريال حامد میر وايي د پخواني ولسمشر زرداري په وروستئ مرکه کې داسې څه نشته چې د پاکستان ګټو ته تاوان ورسوي. نوموړي زياته کړه چې کله یې له زرداري وپوښتل چې په بلوچستان کې د نواز شريف حکومت په ماتولو کې د کردار په لوبولو پښېمانه دی کنه نو هغه ورته وويل: (( اوس زه او نواز شريف د يوې کښتۍ سپاره يو.))
د زرداري اشاره د درغليوو جلا جلا کېسونو ته وه چې دی او نوازشريف یې په جېل کې سزا تېروي. زرداري د قامي اسمبلۍ د سپېکر په حکم پارليمان ته راوستل شوی وو. حامد مېر مشال راډيو ته وويل: ((ما له زرداري وپوښتل په کوم کيس کېچی ته نيول شوی يې دا خو د نواز شريف په دور کې شروع شوی وو؟ ده په ځواب کې راته وويل: په حقيقت کې نواز شريف هغه وخت هغه کسان خوشالول د چا په اړهچی ما بیان ورکړی وو چی زه به يي له منځه يوسم. زرداري خو د چا نوم ياد نکړ خو دوه ،درې ځله يي هغه لور ته خپله اشاره وکړه.))
د ۲۰۱۵ م کال د جون په ۱۶ مه اصف علي زرداري په يو تقرير کې د هغه وخت پوځي مشرانو ته په اشاره ويلي وو چې سياستوال دې نه په تکليفوي: ((تاسو هسې هم درې کاله پس ځئ او موږ دلته د تل لپاره يو. نو موږ مه تنګوئ. که زموږ د تنګولو هڅه مو وکړه نو موږ به تاسو هم له منځه يوسو.))
د اصف علي زداري زوی او د پيپلز پارټۍ شريک مشر، بلاول بوټو زرداري د دې مرکې د نه نشرېدو له کبله د تحريک انصاف پر حکومت تنقيد کړی او ويلي يې دي چې حکومت يوازې د خپلې خوښې اوازونه اورېدل غواړي. حکومت په دې اړه څه نه دې ويلي.
دوه مخيزه معيارونه؟
حامد مېر وايي يوه بله خبره چې د زرداري د مرکې د نه نشرېدو سبب شوې وه، هغه په مرکه کې د وزيراعظم عمران خان په اړه د زرداري ادعا ده. نوموړی زياتوي: ((هغه د عمران خان په اړه د تحقيقاتو يادونه وکړه چې په برتانيه کې د هغه په اړه يو څه تحقيقات روان دي نو کېدای شي دا خبرې لامل وي [چې مرکه له نشرېدو پاتې شوه.] خو په ټوله کې په مرکه کې داسې څه نه وو چې د پاکستان قانون دې يې د خپرولو اجازت نه ورکوي.))
په ۲۰۱۷ کال کې په جيو نيوز کې د حامد مېر يو همکار، د تحريک پاکستان طالبان د نيول شوي وياند، احسان الله احسان سره مرکه کړې وه. مشال راډيو سره د خبرو پر مهال، حامد مېر د دې مرکې يادونه وکړه او وې ويل: ((تاسو ته مالومه ده چې د يو منل شوي ترهګر احسان الله احسان سره مرکه وکړل شوه او نشر هم شوه خو هيچا ونه دروله خو د اصف علي زرداري مرکه ودرول شوه نو له دې تاسو د دوه مخيزه معيار اندازه لګولی شئ.))