پراګ ـ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د سېپټمبر په ۲۷مه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې دا وېره څرګنده کړېده چې د کشمیر په سر د هند او پاکستان ترمنځ ايټمي جګړه پیلېدای شي.
نوموړي ویلي، مخکې له دې چې حالات لاپسې خراب شي ملګري ملتونه دې د کشمیر د شخړې د هوارۍ لپاره خپل رول ولوبوي:
"موږ به جنګ کوو او چې کله يو ایټمي هېواد تر پايه جنګېږي نو د دې اغېز له پولو هم پسې ور اوړي. د دې اثرات به په ګردې نړۍ وي نو همدغه وجه ده چې زه دلته دغه خبرې تکراروم . زه تاسو ته دړکه نه کوم بلکې دا خبرداری درکوم چې نړيواله ټولنه باید کشميريانو ته د خپل برخليک ټاکلو حق ورکړي."
عمران خان له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې هند دې د کشمیر په اړه د خپلې پالیسۍ بدلولو ته مجبوره کړي.
عمران خان د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته په وینا کې وویل، د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د لکونو انسانانو په ګرځېدو راګرځېدو بندیزونه دي او په خبره يې چې کله دا بندیزونه ختم شي، نو هلته به د وینو سیندونه وبهیږي. عمران خان زیاته کړه چې د هندي وزيراعظم نريندر مودي دا خبره ناسمه ده چې ګينې ده دغه هرڅه د کشميريانو د پرمختګ او څوکالۍ لپاره کړي دي.
بلخوا ته د هندوستان وزيراعظم نرېندرا مودي په ورته مهال د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې د کشمير يادونه ونکړه خو ویې ویل، هېواد یې نړۍ ته جګړه نه ده ورکړې، خو بدها يعنې امن یې ورکړی دی:
"موږ په جدي توګه د ترهګرۍ په تړاو نړیوالو ته خبرداری ورکوو. موږ پر دې عقيده يو چې ترهګري يوازې د يو ملک لپاره نه بلکې د ټول انسانيت او ټولې نړۍ لپاره يو له غټو چېلنجونو څخه ده."
په ۱۹۴۷ کال کې له یو بل څخه تر بېلېدو وروسته، د هند او پاکستان ترمنځ تر دې مهاله درې جګړې شوې دي چې دوه يې د کشمير پر سر وې، خو د دواړو هېوادونو تر مینځ تازه لانجه تر هغه وروسته راولاړه شوه کله چې هند د اګست پر پنځمه د جمو او کشمیر ځانګړی اییني حيثیت ختم کړ.
تر دې اقدام مخکې کشمير خپله جنډه درلوده، بجټ يې ټاکه او د هند د نورو برخو خلکو نه شو کولی چې هلته سرکاري نوکري وکړي، جايداد واخلي او يا هم ټاکنو ته ودرېږي.
تر دې پرېکړې وروسته په کشمير کې پراخې مظاهرې وشوې چې بيا وروسته هندي حکومت يو شمېر مظاهرچيان ونيول او د هغوی ځېنې مشران يې نظر بند کړل.
پاکستان وايي هندوستان په داسې کولو د نړیوال قانون څخه سرغړونه کړې خو هند دا خبره ردوي او وايي چې دا يې کورنۍ معامله ده.