د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادۍ مارچ ګډونوال له چا ازادي غواړي: عمران خان


 د پاکستان وزيراعظم عمران خان(ارشېف)
د پاکستان وزيراعظم عمران خان(ارشېف)

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په اسلام اباد کې د جمعیت علما اسلام (ف) ګوند په مشرۍ د ازادۍ په نوم مارچ کې د اپوزیشن ګوندونو مشران سیاسي یتیمان بللي او وېلي یې دي چې په دې احتجاج د پاکستان دوښمنان خوشاليږي.

د جمعې په ورځ د ګلګت بلتستان د ازادۍ د ورځې په مناسبت هلته یوې ولسي غونډې ته په وینا کې عمران خان وويل: '' په اسلام اباد کې يو د ازادۍ مارچ روان دی. پوښتنه دا ده چې هغوي له چا ازادي غواړي. زه غواړم چې د پاکستان رسنۍ له دغو خلکو وتپوسي چې تاسو له چا ازادي غواړۍ. پيپلز پارټي به وايي چې ګراني ده ، مسلم ليګ ته مالومه هم نه ده چې هغوي ولې مارچ ته ورغلي نو زه دغه ټولو ته دا وېل غواړم چې د فضل الرحمان په مارچ د پاکستان دښمنان خوشاله دي. ''

عمران خان د اپوزیشن ګوندونو دا غوښتنه بیا په کلکه رد کړه چې ګواکې له خپلې څوکۍ به استعفا ورکړي. نوموړي زياته کړه چې اپوزيشن ګوندونه څومره وخت هم په اسلام اباد کې احتجاج کوي ودې کړي:

''څومره چې ستاسو خوښه وي همره بې شکه کېنۍ ، ډوډۍ به هم درولېږو خو زه تاسو دا يوه خبره کوم چې تاسو ته به اېن ار او کله هم ملاو نشي. اپوزيشن ګوندونه ځکه ټول راغونډ شوي چې د دوی د درغليو کيسونه موږ ته مخې ته راغلي دي. ''

عمران خان تور پورې کړ چې د اپوزیشن ګوندونو د دې مارچ هدف یوازې دا دی چې حکومت په مالي درغلیو کې له تورنو سیاستوالو سره نرمي وکړي، خو د ده په خبره دا تمې به یې کله هم پوره نه شي او نه به ورته حکومت د قانون له منګولو د خلاصون لار یا اېن ار او ورکړي.

خو اپوزيشن ګوندونو په وار وار وېلي دي چې دوی هېڅ کله اېن ـ ار ـ او نه غواړي. بلکې دوی دا هم وايي چې پر دوی کېسونه په عدالتونو کې روان دي او حکومت په وار وار وېلي دي چې عدالتونه د دوی له اثره ازاد دي.

د جميعت علما اسلام (ف) په مشرۍ د اپوزيشن ګوندونو د ازادۍ په نوم مارچ د اکتوبر پر 27مه له کراچۍ پېل شو او د اکتوبر په 31مه ناوخته اسلام اباد ته ورسېد.

پرون د نومبر پر لومړۍ نېټه د مولانا فضل الرحمن په ګډون د اکثرو اپوزیشن ګوندونو مشرانو په اسلام اباد کې د مارچ ګډونوالو ته ویناوې وکړې او غوښتنه يې وکړه چې وزيراعظم عمران خان دې له خپلې څوکۍ استعفا ورکړي او د پوځ له مداخلې پرته دې بيا انتخابات وشي.

XS
SM
MD
LG