د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان حکومت د ولس ستونزې نشي هوارولې: اپوزېشن


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان

د پاکستان مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټي وايي، حکومت د ولسي ستونزو په هوارولو کې ناکامه شوی دی او اوس د دې ناکاميو تور پر اپوزيشن ګوندونو لګوي.

د دوی په وینا له حکومت سره د ګرانۍ، تعليم، صحت او بې روزګارۍ مسلو حل نشته نو ځکه له دې ستونزو د ولس پام اړولو لپاره په اپوزېشن ګوندونو د غله تورونه لګوي.

د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري په سېشنبه (دیسېمبر۱۰مه) په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال وويل چې کله هم دوی د موجوده حکومت پر معاشي، انتظامي او نورو پاليسيو نيوکې کوي نو حکومت ورباندې د غلا تورونه لګوي:

"ستا کار هم يوازې دا وي چې موږ ته غله او ډاکوان ووايه نو د ولس ستونزې به څنګه هوارېږي. موږ به ولس پر دې پوهه وو چې ستاسو معاشي حقونه دي او موږ به د دې تحفظ کوو. بايد مزدورانو او کروندګرو ته د هغوی حقونه ورکړل شي. بايد چې دا وسايلو عادي وګړو کې وويشل شي او دا د هرپاکستاني بنيادي حق دی."

دا په داسې حال کې ده چې د دسمبر پر نهمه د درغلیو مخنيوي نړيوالې ورځ په مناسبت په اسلام اباد کې يوې غونډې ته په وينا کې پاکستاني وزيراعظم عمران خان يو وار بيا وويل چې په درغليو تورنو سياستوالو او نورو کسانو سره به احتساب جاري وي.

نوموړي په پنجاب کې د خپل ګوند تحريک انصاف په مشرۍ د حکومت له دې کبله ستاينه وکړه چې د ده په خبره تر دې دمه يې له ډېرو کسانو د غلا پیسې او ځمکې خلاصې کړي خو نوموړي د دغو کسانو نومونه ياد نکړل:

"تاسو يعنې د پنجاب حکومت د ديرش اربه روپيو ځمکه خلاصه کړه، پينځه اربه روپۍ مو را-ايستې دي خو ځينې خلک نه پوهېږي او ما کتلي چې هغوی په درغليو ککړ کسانو باندې ګلونه پاشي او د هغوی لپاره د زنده باد نعرې وهي. خبره داسې ده چې زموږ د کرپشن ضد دې جهاد کې به ټولو ته شرکت کول وي."

خو د اپوزيشن ګوند پاکستان مسلم ليګ (ن) پارلېماني غړي عبادالله خاند دیسېمبر پر لسمه مشال راډيو ته وويل چې د حکومت لخوا احتساب يوازې د اپوزيشن ګوندنو پرضد روان دی. نوموړی وايي په وزيراعظم عمران خان او د ده د ګوند په يوشمېر غړو د درغليو تورونه دي خو څوک ورته څه نه وايي.

دا په داسې حال کې ده چې د پيپلز پارټۍ د شريک مشر او پخواني صدر اصف علي زرداري، مسلم ليګ (ن) رهبر او پخواني وزيراعظم نواز شريف او هم د دې ګوند د پخواني وزير اعظم شاهد خاقان عباسي په ګډون د اپوزيشن ګوندونو يوشمېر غړیو ته د درغليو په کيسونو کې د قید سزاګانې اورول شې دي يا يې پرضد مقدمې روانې دي خو دوی دا تورونه ردوي او وايي چې تر دې دمه پرې يو تور هم نه دی ثابت شوی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG