د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانیخېلو له انتظامیې سره تر مذاکراتو وروسته پرلت پای ته رسولی دی


جانيخېلو د مې له اوومې نېټې راهېسې احتجاجي پرلت وهلی وو. انځور له ارشيفه
جانيخېلو د مې له اوومې نېټې راهېسې احتجاجي پرلت وهلی وو. انځور له ارشيفه

د بنو د جانیخېلو (ځونيخېلو) او ضلعي انتظامیې ترمینځ تر مذاکراتو وروسته د امن لپاره پرلت پای ته رسېدلی دی او پرلتوالو د احتجاج په توګه هلته اېښوول شوی جسد خاورو ته سپارلی دی.

د سیمې انتظامیې او پرلتوالو نن (د مې پر ۱۷مه) مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته یې مذاکرات بريالي شول او احتجاج کوونکي نن خپلو کورونو ته ستانه شول.

د جانيخېلو اوسېدونکو د پوځ د بریدونو پر ضد د مې له اوومې نېټې راهېسې احتجاجي پرلت وهلی وو. د دوی وینا وه چې د مې پر شپږمه او ۱۱مه دوه ځله د پاکستان پوځ له خوا د هاوان (مارټر) او ډرون بریدونه پر ورباندې چې په لومړي برید کې دوه کسان ووژل شول او په دویم هغه کې بیا ۱۵ کسان ژوبل شوي ول چې زياتره يې ماشومان او ښځې وې.

خو اوس انتظامیه او د جانیخېلو مشران وايي چې د مذاکراتو تر کامیابۍ وروسته خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د جانیخېلو د پرلت یو منتظم او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ لطیف وزیري د مې پر ۱۷مه وویل چې حکومت او پوځ د دوی غږ اورېدلی، دوی ډاډ ترلاسه کړی دی چې د عملیاتو پر مهال به د ولسي خلکو خوندیتوب ته پاملرنه کېږي نو ځکه یې احتجاجي پرلت پای ته رسولی دی.

د بنو انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) الله نواز خان د مې پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې انتظامیه د پرلت له لومړۍ ورځې څخه د جانیخېلو له مشرانو سره په رابطه کې وه او اوس چې دغه مشران مطمین شول نو احتجاج یې ختم کړ.

نوموړي زياته کړه چې حکومت د وسلوالو خلاف د عملیاتو هوډ کړی او پوځ خپلې کارروایۍ تېزې کړې دي خو خلکو ته یې باور ورکړی دی چې د دغو عملیاتو پر مهال به د ولسي خلکو د سر او مال خوندیتوب ته پاملرنه کېږي.

د یادولو وړ ده چې د مې پر شپږمه د پوځ په هاوان برید کې د حیات الله په نوم یو ځايي کس او د هغه لور وژل شوي او زوی یې ژوبل شوی وو. د جانيخېلو د مشرانو په وینا د نجلۍ جسد په همهغه ورځ خاورو ته سپارل شوی وو خو د حیات الله جسد يې د مې تر ۱۶مې د پرلت په ځای کې اېښی وو چې نن د مې پر ۱۷مه یې خاورو ته وسپاره.

د جانیخېلو او انتظامیې ترمینځ د مذاکراتو په مهمو نکاتو کې راغلي دي چې په هدفي عملیاتو کې به ولسي خوندیتوب ته پاملرنه کېږي، جانيخېل قبایل به د سیمې د امنیت په ټینګولو کې له امنیتي ادارو سره مرسته کوي، د ولسي خلکو کورونه به نه په نخښه کېږي او نه به ړنګول کېږي، پوځ به د ډرون او هاوان (مارټر) بریدونو پر مهال له احتیاطه کار اخلي او ټولې تړل شوې لارې به بېرته پرانیستل کېږي.

په جانیخېلو او ورڅېرمه سیمو کې تر دې وړاندې هم د امنیتي ادارو له خوا ولسي خلکو ته د مرګژوبلې اوښتو خلاف احتجاجونه او پرلتونه شوي دي چې د انتظامیې له ډاډګیرنې وروسته دغه احتجاجونه پای ته رسېدلي خو د وخت په تېرېدو سره په عملیاتو کې ملکيانو ته د مرګژوبلې اوښتو لړۍ بیا پیل شوې ده.

XS
SM
MD
LG