د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې له وسلوالو سره په نښتو کې ۴ پوځيان وژل شوي دي


د پاکستان پوځيان د شمالي وزيرستان په ميرامشا کې ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان پوځيان د شمالي وزيرستان په ميرامشا کې ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ ويلي دي چې د خیبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان او چترال کې يې له وسلوالو سره د نښتو پر مهال څلور پوځيان وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر ۲۹مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې وسلوالو د مې د ۲۸مې او ۲۹مې ترمينځ شپې مهال د شمالي وزيرستان په شوال کې د پوځ پر امنيتي پوسته د بريد هڅه وکړه، چې په ځواب کې يې د پوځ د سرتېرو په ډزو شپږ وسلوال ووژل شول.

پوځ زياته کړې ده چې له وسلوالو سره يې د "سختې نښتې" پر مهال څلور سرتېري هم ووژل شول.

ای اېس پي ار دعوه کړې ده چې بلخوا يې په چترال کې له وسلوالو سره د نښتې پر مهال يو وسلوال وژلی دی. پوځ په هغه نښته کې سرتېرو ته د څه ډول مرګژوبلې اوښتو ذکر نه دی کړی.

د پاکستان پوځ په هغو پېښو کې وژل شوي ټول کسان "د هند ملاتړ لرونکي خوارج" بللي دي. پوځ دا اصطلاح اکثر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.

ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې هم د پوځ د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.

د پاکستان پوځ وخت په وخت په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. تر دې مخکې پوځ د مې د څلورمې او پينځمې نېټې ترمينځ شپې مهال د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د اتو مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعا کړې وه.

داراز پوځ په اپرېل مياشت کې د شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې له ۱۰۰ زياتو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کړې وې.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.

د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG