د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د اختر لومړیو درو ورځو کې ۵۵ کسان وژل شوي دي


په پېښور کې باران - انځور له ارشيفه
په پېښور کې باران - انځور له ارشيفه

په خیبر پښتونخوا کې چارواکي وايي د اختر په لومړیو درو ورځو کې په مختلفو پېښو کې ۵۵ کسان وژل شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) وياند بلال فیضي د جون پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې دا کسان په ټرافیکي حادثو، اورلګېدنې، ډزو او ډوبېدو پېښو کې وژل شوي دي.

بلال فیضي وايي په مردان کې ۱۴، پېښور کې ۱۳ او هري پور کې شپږ کسان په مختلفو پېښو کې وژل شوي دي. نوموړي وړاندې وویل چې په نوښار، هنګو او کرم کې درې درې کسان، په ډېره اسماعیل خان، ایبټ اباد، بنو، بونیر او بټګرام کې دوه دوه کسان او تورغر، کوهاټ او خیبر کې یو یو کس وژل شوی دی.

د خيبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې وياند بلال فیضي وړاندې وویل چې د جون له اوومې تر نهمې د ایمرجنسۍ ۲،۰۰۰ قضیې مخې ته راغلې دي چې پکې ۱۴۰۰ کسانو ته طبي مرسته ورکړل شوې ده. د نوموړي په وینا په دغه موده کې ۳۵۰ ټرافیکې پېښې، ۱۱۲ د اورلګېدنې پېښې، ۵۰ د جرمونو قضیې او شپږ د ډوبېدو پېښې دوی ثبت کړې دي.

بلال فیضي زیاته کړه چې د خیبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) د صوبې په مختلفو سیمو کې وار له مخې طبي او مرستندویه کیمپونه او د لامبوزنو ټیمونه ګومارلي وو چې ډېری خلک یې ژغورلې هم دي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG