د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات یوشمېر خلک وايي په صوبايي بجټ کې له پامه غورځول شوي دي


د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ. (انځور: ارشیف)
د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ. (انځور: ارشیف)

د خيبرپښتونخوا د سوات ضلعې ولس وايي د نوي مالي کال په صوبايې بجټ کې د دوي خيال نه دی ساتل شوی.

د سوات اوسېدونکي او سياسي مشران وايي په سيمه کې د ځينو روانو پرمختيايي کارونو لپاره له سره پيسې نه دي اېښودل شوي او د دوي په خبره چې د کومو منصوبو لپاره اېښودل شوي دي نو هغه هم ډېرې کمې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خيبرپښتونخوا حکومت د جون پر ۱۳ مه صوبايي اسمبلۍ کې د مالي کال ۲۰۲۵ م ۲۰۲۶ کلنی بجټ وړاندې کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د سوات اته استازي په صوبايي اسمبلۍ کې دي چې دوه يې په حکومتي کابينه کې هم شامل دي.

د لوی اختر په موقع سیلانیان په سوات ورمات ول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:07 0:00

د سوات بلوګرام اوسېدونکي اصف علي د جون پر ۱۵ مه مشال راډيو ته وويل چې که څه هم د دوي سيمه ترهګرۍ ځپلې ده خو د هغو باوجود ورله په بجټ کې کافي پيسې نه دي اېښودل شوي.

ده وویل،" د بري کوټ بای پاس سړک لپاره يو څه پيسې اېښودل شوي خو نور دلته يوشمېر غټې پرمختيايې پروژې دي نو د هغو لپاره پکې هېڅ نشته. دلته د پوهنتونو لپاره هم پيسې نه دې اېښودل شوي."

د سېدو شريف پخواني کونسل ناظم ډاکټر خالد محمود د جون په ۱۵ مه مشال راډيو ته وويل چې په صوبايي اسمبلۍ کې موجود د سوات اته استازو ته د دې سيمې مسلې ښې معلومې دي خو بیا هم په نوي مالي بجټ کې دغه سيمې ته توجو نه ده ورکړل شوې.

نوموړي وویل، "دا غريب دښمنه بجټ دی. تر دې مخکې بجټ کې چې هم کومې ۱۸ اربه روپۍ د سوات پرمختيايې منصوبو لپاره بېلې کړل شوې وې نو هغه هم په کارونو نه دي لګول شوي.له تيرو لسو کالو راهيسې زموږ روغتون نشته نو موږ ويل کېدای شي په نوي بجټ کې د دې بحالۍ لپاره پيسې کېښودل شي خو هېڅ ونشو."

په سوات کې يو ځايې خبريال شيرين زاده د جون پر ۱۵ مه مشال راډيو ته وويل چې که څه هم د پاکستان تحريک انصاف پخوانيو صوبايي حکومتونو به د سوات لپاره په بجټ کې پيسې بېلولې خو اوسني حکومت دا سيمه بيخي له پامه غورځولې ده.

ده وویل، "زرعي پوهنتون د کرايه په ودانۍ کې دی. انجينېرنګ پوهنتون هم د کرايه په ودانۍ کې دی او دا د اووه اربه روپيو پروژه ده خو تر اوسه يې ورله يوازې ۲۸ کروړه روپۍ ورکړې دي. دغه راز روغتون ، سوات موټروې سکيم او سوات پوهنتون او داسې نورې يوشمېر پروژې دي چې د نوي مالي کال په بجټ کې ورله پیسې نه دي اېښودل شوي."

بل پلو له سوات سره اړه لرونکی حکومتي وزير فضل حکيم بيا وايي چې لا هم بجټ نه دی منظور شوی خو نوموړی وايي د دې باوجود په دې کې د سوات د پرمختيايې پروژو لپاره کافي پيسې ايښودل شوي دي.

چارواکي وايي د سوات شفتالو هر کال شاوخوا ۱۵ اربه روپۍ کاروبار کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:00 0:00

نوموړي مشال راډیو ته وویل، "بجټ ته چې کله حتمي شکل ورکړل شي نو بيا به زه دلته هم سوات پريس کلب کې تاسو ته په ډاګه کړم چې د دې سيمې لپاره موږ کومې منصوبې او څومره پیسې منظورې کړي دي."

د ده په وینا، تر څو چې بجټ ته حتمي شکل نه وي ورکړل شوی نو تر هغه وخته دوی په دې اړه ولس ته هیڅ نشي ویلای.

دا له هغه وروسته ده چې د جون پر ۱۳ مه د خيبرپښتونخوا حکومت د ۲۱۱۹ اربه روپيو بجت اسمبلۍ ته وړاندې کړ چې ۵۴۷ اربه روپۍ پکې د پرمختيايي کارونو لپاره اېښودل شوې دي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG