د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په شمالي وزیرستان کې یو ځايي مشر وژلی دی


د پاکستان پوځ سرتېري په میرامشا کې له یوې پوستې سیمه څاري - انځور له ارشیفه.
د پاکستان پوځ سرتېري په میرامشا کې له یوې پوستې سیمه څاري - انځور له ارشیفه.

پولیس وايي، وسلوالو د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې یو ځايي مشر او د جمعیت علمای اسلام (ف) د یو سیاستوال ورور ملک عبدالله شاه وژلی دی.

د میرامشا د پولیسو دفتر د اګست پر ۱۵مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې وسلوالو نوموړی د اګست پر ۱۴مه د دته خېلو په دېګان بازار کې وویشت.

ځايي خلک وايي، ملک عبدالله شاه د اګست پر ۱۵مه د دېګانو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه چا او ولې وژلی دی خو پولیس وايي، وسلوال تر برید وروسته تښتېدلي او زیاتوي چې مقدمه یې دایره کړې او پلټنې کوي.

تر دې وړاندې د اګست پر ۱۲مه وسلوالو د ضلعې د یو خطیب قاري محمد رومان زوی او لمسی په چشمه سیمه کې ووژل. د هغه برید ذمه واري هم چا نه وه قبوله کړې.

د مشال راډیو د غونډو کړیو ارقامو له مخې، له تازه پېښې سره په شمالي وزیرستان کې سږ کال د هدفي حملو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی. تېر کال په هغه ضلع کې په ۳۷ هدفي بریدونو کې شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي ول.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي. له دې پرته، وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.

د پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.

په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای په پای کې په یو ویډیويي بیان کې وویل، "ترهګرۍ د صوبې د پرمختګ مخه ډب" کړې او ټینګار یې وکړ چې ټول باید له امنیتي ځواکونو سره د سولې او امنیت په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG