د اتو هېوادونو ترمینځ د کرکټ د ۲۰ اووره لوبو اسیا جام (ایشیا کپ) سیالیو په لړ کې افغانستان او بنګلادېش لوبه لري.
د اسیا جام لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې، د سېپټېمبر پر ۱۶مه یې نهمه لوبه د ابوظبي په شېخ زاید لوبغالي کې ترسره کېږي. لوبه د کابل په وخت د شپې په اوو او د پېښور په وخت د شپې په اووه نیمو بجو پیلېږي.
تر دې وړاندې د سېپټېمبر په ۱۵مه دوه لوبې ترسره شوې. لومړۍ لوبه د متحده عربي اماراتو او عمان ترمینځ وه چې متحده عربي اماراتو وګټله. په دویمه لوبه کې هانګ کانګ او سريلانکا مخامخ شول او هغه لوبه د سري لانکا په ګټه پای ته ورسېده.
تر هغې وړاندې په تر سره شویو شپږو لوبو کې هند پاکستان، سريلانکا بنګلادېش، پاکستان عمان، بنګلا دېش هانګ کانګ، هند متحده عربي اماراتو او افغانستان هانګ کانګ ته ماتې ورکړې وه.
د اسیا جام په سږنیو لوبو کې اته هېوادونه په دوو ګروپونو کې لوبېږي. په الف ګروپ کې متحده عربي امارات، عمان، هند او پاکستان او په بې ګروپ کې بنګلادېش، سريلانکا، هانګ کانګ او افغانستان لوبېږي.
د کرکټ د اسیا جام ۲۰ اووره لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه پیل شوې، پای لوبه به یې د سېپټېمبر په ۲۸ نېټه ترسره شي.
د اسیا جام له پیلېدو وړاندې افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د درو هېوادونو ترمینځ د کرکټ په ۲۰ اووره لوبو کې برخه اخیستې وه. هغه لوبې چې په شارجه لوبغالي کې ترسره شوې د پاکستان په بریا پای ته ورسېدې.