د پنجاب په فیصل اباد کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو مشر عمر ایوب خان او په سېنېټ کې د مخالفو ګوندونو مشر شبلي فراز په ګډون د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) یوشمېر مخکښو سیاستوالانو او لسګونه پلویانو ته د ۲۰۲۳ز کال د مې نهمې د بلوو په یوه بله قضیه کې د کلونو د بند سزاګانې اورولې دي.
د عدالت قاضي جاوېد اقبال شیخ په سمن اباد تاڼه کې د ثبت قضیې په اړه د اورېدنو تر بشپړېدو وروسته د اګست پر ۲۵مه په خپله فیصله کې له ټولو ۱۰۹ تورنو کسانو څخه ۷۵ ته د بند سزا واوروله او د ۳۴ د بري کولو امر یې وکړ.
په هغه قضیه کې د تحریک انصاف پر مخکښو سیاستوالانو او پلویانو د واکمن مسلم لیګ (ن) د مخکښ سیاستوال او د کورنیو چارو پخواني وزیر رانا ثنا الله پر کور د برید تور دی چې ګوند او وکیلانو یې په بیا بیا رد کړی دی.
د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.
د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول.
د پاکستان پخواني وفاقي اېتلافي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بللې وه او ویلي یې ول چې هر کال به یې رسماً یادونه کوي.
خو تحریک انصاف په هغو بلوو کې د ککړتیا تورونه رد کړي ول او ویلي یې ول چې احتجاجونه یې سوله ییز ول.
په پاکستان کې پولیسو او قانون پلي کوونکو ادارو د مې نهمې د بلوو په تړاو ګڼ کسان نیولي ول چې پوځي عدالتونو ورڅخه لسګونو ته د بند سزاګانې اورولې دي.
د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې او د اردو ژبې جیو نیوز ټېلېوېژن په ګډون ګڼو رسنیو ویلي دي چې په سزا شویو کې د پي ټي ای مرکزي مشران عمر ایوب خان، شبلي فراز، د قامي اسمبلۍ غړې زرتاج ګل وزیره، د کورنیو چارو د پخواني وزیر او د پي ټي ای اتحادي شیخ رشید احمد وراره شیخ راشد شفیق، اشرف خان سوهنا، رای حسن نواز او رای مرتضا اقبال شامل دي.
پي ټي ای عدالتي فیصله "د ولسواکۍ (جمهوریت) لپاره د یوې بلې تورې ورځې" په نوم یاده کړې ده او د سزا اورول یې "غچ اخیستنه" بللې ده.
تحریک انصاف پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي چې عدالت د ګوند ۵۹ سیاستوالانو او پلویانو ته د ۱۰، ۱۰ او ۱۶ نورو ته یې د درې، درې کلونو د بند سزا اورولې ده.
د قانوني چارو پوهان وايي، د اساسي قانون له مخې، د داسې سزاګانو له اورېدو سره د تحریک انصاف مشران د پارلېمان یا صوبايي اسمبلیو څوکیو لپاره نااهله کېږي.
تر دې مخکې د فیصل اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د جولای پر ۳۱مه هم د عمر ایوب خان او شبلي فراز په ګډون د تحریک انصاف ګڼو غړو او پلویانو ته د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه په بلوو کې د ککړتیا په تور د بند سزاګانې واورلې.
عدالت هغه مهال عمر ایوب خان، شبلي فراز، د سني اتحاد شورا مشر او د قامي اسمبلۍ غړي صاحبزاده محمد حامد رضا، د تحریک انصاف مخکښې سیاستوالې او د قامي اسمبلۍ غړې زرتاج ګل وزیرې ته د ۱۰، ۱۰ کلونو د بند سزا واوروله.
داراز، عدالت د مې نهمې پېښو په تړاو د ګوند له ۱۸۵ تورنو غړو څخه ۱۰۸ ته د بند سزاګانې اورولې وې خو د تحریک انصاف پخوانی سیاستوال فواد چودري، د قامي اسمبلۍ غړی زین قریشي او د پنجاب اسمبلۍ غړی خیال احمد کاسترو یې بري کړي ول.
تحریک انصاف پرېکړه غندلې وه او لوړ عدالت ته یې د عریضې کولو اعلان کړی وو.
وروسته د پاکستان انتخاباتي کمېشن د اګست پر پینځمه د سېنېټ، قامي اسمبلۍ او پنجاب اسمبلۍ نهه سزا شوي غړي د هغو څوکیو لپاره نااهله وګرځول.
د فیصل اباد عدالت خپله تازه پرېکړه تر هغې څو ورځې وروسته اورولې چې د اګست پر ۲۱مه د پاکستان سپریم کورټ د ۲۰۲۳ز کال د مې نهمې بلوو په تړاو په اتو قضیو کې د تحریک انصاف بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان د ضمانت غوښتنلیک منظور کړی دی.
حکومت د لاهور د قول اردو (کور کمانډر) پر کور د برید تر څنګ پر عمران خان د بلوو او تاوتریخوالي اته قضیې دایرې کړې وې.
د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې په لاهور کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت د خان ضمانت رد کړی وو. سږ کال په جون کې لاهور های کورټ هم د نوموړي د ضمانت غوښتنلیک رد کړ چې په غبرګون کې یې وکیلان سپریم کورټ ته ولاړل.
د اګست پر ۲۱مه د پاکستان د سترې محکمې د مشر قاضي یحیا اپرېدي په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ چې قاضیان محمد شفیع صدیقي او حسن اظهر رضوي پکې شامل ول، د خان د درخواست اورېدنه وکړه.
د نوموړي په استازیتوب یې وکیل سلمان صفدر او د پنجاب ځانګړي څارنوال ذوالفقار نقوي د دولت په استازیتوب دلیلونه وړاندې کړل.
پاکستان تحریک انصاف د سترې محکمې د پرېکړې هرکلی وکړ او دا یې د "عمران خان بریا" وبلله.
البته د پي ټي ای د بنسټګر پرضد یوشمېر نورې قضیې هم شته چې پر اساس یې نوموړی د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې بندي دی.
عمران خان د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.
وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.
عمران خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پر وړاندې یې دایرې ټولې قضيې سياسي انګېزه لري.