د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې بارانونو او تندر ۷ کسان وژلي، ۲۱ ژوبل دي


د پاکستان په اسلام اباد کې له باران سره يو ځای تندر (تنا، برېښنا) ليدل کېږي ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان په اسلام اباد کې له باران سره يو ځای تندر (تنا، برېښنا) ليدل کېږي ـ انځور له ارشيفه

چارواکي وايي، د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د ورښتونو او تندر پرېوتو له امله د دوو ښځو په ګډون اووه کسان وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم اې) د مې پر ۳۰مه ويلي دي چې دا مرګژوبله د مې له ۲۷مې په هغه صوبه کې د روانو بارانونو او له هغه سره د تړليو پېښو په نتيجه کې رامينځ ته شوې ده.

بيان زياتوي چې د بارانونو او توپان له امله په هغه صوبه کې ۲۵ کورونه هم زيانمن شوي دي.

د ادارې په وينا دا پېښې په مردان، صوابۍ، پېښور، شانګله، سوات، تورغر، مومند، مانسهره او هريپور ضلعو کې رامينځه ته شوې دي.

پي ډي اېم اې زياته کړې ده چې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې به د ورښتونو دا لړۍ د مې تر ۳۱مې روانه وي.

تر دې وړاندې د مومندو د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) رسنيو ته په استول شوي بيان کې ويلي ول چې د مې پر ۲۹مه شپې مهال د مومندو په خانکا غرونو کې د مرمرو د ډبرو پر کان کيندونکو تندر پرېوت، چې په نتيجه کې يې له خيبر ضلعې سره اړه لرونکي دوه مزدوران ووژل شول او د باجوړ يو مزدور بيا ژوبل شو.

تر دې وړاندې په اپرېل کې هم د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د ورښتونو له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او نهه ژوبل شوي ول.

تر هغه مخکې د مارچ په پای کې بارانونو، تېزو بادونو او ږلۍ په پېښور، چارسده، ملاکنډ، بونېر او یوشمېر نورو سیمو کې ولاړ فصلونه زیانمن کړي ول.

د خیبر پښتونخوا د کروندګرو د ټولنې مشر رضوان الله خان د مارچ پر ۲۷مه مشال راډیو ته ويلي ول چې د ورښتونو له وجې د غنمو تیار فصل زیانمن شوی او د مېوو باغونه یې خراب شوي دي.

نوموړي زياته کړې وه، پاکستان د پیسو نړیوال له صندوقه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې چارو لپاره مرسته ترلاسه کوي نو حکومت دې د خیبر پښتونخوا له کروندګرو سره هم مرسته وکړي.

تر هغه مخکې بيا د فبرورۍ په پای کې هم په خیبر پښتونخوا کې بارانونو خلکو ته مرګژوبله او مالي زیانونه اړولي ول.

بل پلو، په افغانستان کې د طالبانو حکومتي چارواکو د روان کال د فبرورۍ په پای کې ويلي ول چې د افغانستان په درې ولایتونو کې سختو بارانونو، ږلۍ او سېلابونو ۳۶ کسان وژلي دي.

تېر کال هم په خیبر پښتونخوا او افغانستان کې بې وخته بارانونو خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولي ول.

پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپي کېږي چې کرنیزې ځمکې، کورونه، او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.

XS
SM
MD
LG