د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان اتمانزیو جرګه د ممکنه عملیاتو د مخنیوي هلې ځلې کوي


د شمالي وزیرستان مشران په میرلي کې د امن لپاره جرګه کوي - د فبرورۍ پینځمې انځور.
د شمالي وزیرستان مشران په میرلي کې د امن لپاره جرګه کوي - د فبرورۍ پینځمې انځور.

د شمالي وزیرستان مشران وايي، د وسلوالو پرضد د پاکستان پوځ د ممکنه عملیاتو د مخنیوي لپاره له انتظامي او امنیتي چارواکو سره په اړیکه کې دي، جرګې کوي او کلي په کلي ګرځي چې له خلکو سره خبرې وکړي.

د اتمانزیو جرګې ویاند مفتي بیت الله د جولای پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې انتظامیې او پوځ تېره میاشت د میرلي په خدي مارکېټ کې پر سرتېرو تر ځانمرګي برید وروسته د شمالي وزیرستان مشرانو ته ویلي ول چې خپل دریځ دې ورته روښانه کړي چې له حکومت سره ولاړ دي او که نه د وسلوالو په طرف دي.

د پاکستان د پوځ په وینا، د جون پر ۲۸مه په میرلي کې د پوځیانو پر ګاډي په ځانمرګي برید کې ۱۳ سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي ول. په هغه برید کې ۱۴ ولسي وګړي هم ژوبل شوي ول.

تر برید وروسته د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) هلته تر یوې میاشتې پورې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده نافذه کړه چې له مخې یې شپې مهال ګرځبندیز اعلان کړ او و یې وویل چې که چا یې سرغړونه وکړه نو امنیتي سرتېري به یې وولي.

د جنايي قانون د هغې مادې له عملي کېدو سره د پينځو یا تر پينځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ هم بندیز وي.

د اتمانزیو جرګې ویاند مفتي بیت الله وايي، حکومت ورته تر اوسه دا نه دي ویلي چې خلک دې نورو سیمو ته کډه وکړي خو د عملیاتو پراخولو وینا یې کړې ده. "موږ خلکو ته وایو چې حکومت راته درې ورځې وخت راکړی چې [د جولای د درېیمې] پر ماښام پای ته رسي. حکومت له ولسه دا تپوس کوي چې خپل دریځ معلوم کړئ چې له چاسره ولاړ یئ؟ موږ ورته ویلي، درې ورځې وخت کم دی، یو میاشت وخت راکړئ. بله دا چې د وزیرستان ټول خلک د پاکستان شهریت لري نو واضحه ده چې له حکومت سره ولاړ دي."

له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي مولانا مصباح الدین د جولای پر درېیمه نېټه د مشرانو جرګې ته وویل، د پاکستان پر پوځ د ملک په نورو برخو کې هم بریدونه ترسره کېږي، نو چې هلته کرفیو نه لګول کېږي نو بیا یې په شمالي وزیرستان کې ولې لګوي؟

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد یوسف کریم د جولای په درېیمه مشال راډیو ته وویل، د ګرځبندیز په څېر نوي محدودیتونه د "ترهګرۍ د نوې څپې" د مخنیوي په خاطر لګول شوي دي. هغه وايي، هڅه کوي چې د ولس له اغېزمنېدو پرته په سیمه کې امنیت باوري کړي.

په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو بریدونو تر زیاتېدو وروسته پوځ او حکومت غواړي چې د مخنیوي لپاره یې د عملیاتو لمن لا نوره غځوي خو خلک بیا وايي، حکومت او پوځ دې خپله کاروايي وکړي او د ولس خوندیتوب دې په پام کې ونیسي. دوی زیاتوي، بیا له سیمې کډو کولو ته تیار نه دي.

XS
SM
MD
LG