د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د "ابدالي" په نوم د لنډ واټن توغندي ازموينه کړې ده


د پاکستان د مې پر درېيمه د "ابدالي" توغندي ازموينه وکړه.
د پاکستان د مې پر درېيمه د "ابدالي" توغندي ازموينه وکړه.

د پاکستان پوځ وايي د مې پر درېيمه يې د "ابدالي" په نوم د يو توغندي "بريالۍ" ازموينه کړې ده.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) رسنيو ته په لېږدول شوي بيان کې ويلي دي چې په پرمختللې ټېکنالوژۍ سمبال دا توغندی له ځمکې څخه ځمکې ته تر ۴۵۰ کيلوميټره واټن پورې هدف په نخښه کولای شي.

بيان کې ادعا شوې چې دا توغندی د موقعيت موندنې په عصري نظام سمبال دی.

پوځ د مې پر درېيمه رسنيو ته يوه لنډه ويډيو هم لېږلې ده چې د توغندي ازموينه پکې ښکاري او يوشمېر پاکستاني پوځيان يې ننداره کوي او وروسته د خوشحالۍ نعرې وهي.

پاکستان په داسې وخت کې د "ابدالي" توغندي ازموينه کړې ده چې له ګاونډي هند سره يې اړيکې ډېرې زياتې ترينګلې شوې دي.

دا تر هغه وروسته ده چې د اپرېل پر ۲۲مه د هند تر واک لاندې کشمير په پهلګام سيمه کې پر سيلانيانو په وسلوال بريد کې ۲۶ کسان ووژل شول او ۱۷ نور ژوبل شول.

هند هغه پېښه یو "ترهګر برید" بللی دی او پر پاکستان یې د ترهګرو د ملاتړ تور پورې کړی دی.

اسلام اباد تر پېښې وروسته د ۲۵ هنديو او یو نیپالي سیلاني پر وژنه او د ۱۷ کسانو پر ژوبلېدو "اندېښنه" وښوده، په حمله کې یې د ککړتیا تور رد کړ، له نوي دلي یې د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره شواهد وغوښتل او څو ورځې وروسته یې د پېښې د "بې طرفه پلټنو" غوښتنه وکړه.

د کشمیر مقاومت، چې د مقاومت جبهه هم بلل کېږي، په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې د هغې حملې ذمه واري منلې ده.

بلخوا رويټرز خبري اژانس خبر خپور کړی دی چې د هند هوايي ځواک د مې په دويمه په اتر پردېش ايالت کې د جنګي الوتکو الوځولو او بيا يې پر بېړنيو لويو لارو د هغو د راکوزولو مشقونه کړي دي.

په عين حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۳۰مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو د پاکستان له وزيراعظم شهباز شريف او د هند د بهرنيو چارو له وزير اېس جېشنکر سره د جلا، جلا ټېلېفوني خبرو پر مهال پر هغوی د ترينګلتيا کمولو غږ وکړ.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG