د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو افغانانو هېواد ته د ستنولو امر کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت د جولای پر ۳۱مه په یو فرمان کې، چې مشال راډیو هم ترلاسه کړی دی، ویلي چې په پاکستان کې د پي او ار کارډ لرونکو د "اوسېدو قانوني موده د جون پر ۳۰مه پای ته رسېدلې" چې ورسره سم یې حیثیت "ناقانونه شوی" دی.
فرمان د پاکستان بېلابېلو وزارتونو او اړوندو ادارو ته د پي او ار کارډ لرونکو د ستنولو بهیر پیلولو سپارښتنه کړې ده خو دا یې نه دي ویلي چې د افغانانو د جبري اخراج درېیم پړاو دې کله پیل شي.
البته د فرانسې خبري اژانس په بلوچستان کې د چارواکو په حواله ويلي دي چې اسلام اباد ورته د افغانانو د ایستلو تازه امر کړی دی.
اژانس د چارواکو په حواله وايي، د همدې له وجې د اګست پر لومړۍ نېټه د چمن پولې ته له "۴،۰۰۰ څخه تر ۵،۰۰۰" پورې افغانان ورمات شوي ول چې د کندهار سپین بولدک ته واوړي.
یو اېن اېچ سي ار وايي، په پاکستان کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډرونه لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په سمدستي ډول د کورنیو چارو وزارت فرمان په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
وزارت دا اقدام تر هغې شاوخوا یوه میاشت اعلان کړی چې د سرحدي او قبایلي چارو (سیفران) وزارت د ټولو صوبو او د پاکستان تر واک لاندې د ګلګت بلتستان او کشمیر چارواکو ته امر وکړ چې تر هغو چې وفاقي کابینې وروستۍ پرېکړه نه وي کړې، پولیس دې د پي او ار کارډ لرونکو افغانانو ته څه نه وايي.
دا په داسې حال کې ده چې له سږني اپرېل راهیسې له پاکستانه د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو دوام لري. د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت وايي، پاکستان روان کال شاوخوا "۱۹۰،۰۰۰" افغانان ایستلي دي.
چارواکو د جولای پر ۳۰مه په کابل کې د خپلو "یو کلنو لاس ته راوړنو" په اړه خبري غونډې ته وویل چې په تېرو درو میاشتو کې ایران شاوخوا ۱.۸ مېلیونه افغانان "په جبري توګه اخراج" کړي او ترکیې په تېر یو کال کې ۵،۱۳۶ افغانان هېواد ته لېږدولي دي.
تر دې مخکې پاکستان د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې افغانانو د ایستلو لومړی پړاو پیل کړی وو او د ۲۰۲۵ز کال تر اپرېل پورې یې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړل. د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شو.
د طالبانو حکومت وايي، ایران، پاکستان او ترکیې څه باندې دوه مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.
په وروستیو کې ملګرو ملتونو پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې له خطر سره مخامخ افغانان دې نه ستنوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو دفتر د جولای پر ۲۴مه په ګډ راپور کې ویلي دي چې له نورو هېوادونو څخه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته شړل شوي افغانان د "ځورولو، خپلسري بندي کېدو او د جنسیت پر بنسټ د ځورونې" په څېر له خطرونو سره مخامخېدای شي.
پاکستان او ایران د روان کال له پسرلي راهیسې د افغانانو جبري لېږد ته زور ورکړی دی.
له جون راهیسې له ایرانه د افغانانو ایستل په بېساري ډول زیات شول او په هغه هېواد کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه هم خپاره شوي دي. خو تهران دا تور ردوي او وايي، افغانان په "پوره درناوي" خپل هېواد ته لېږدوي.
تهران او اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو پر اندېښنو او د طالبانو د حکومت پر غوښتنو سربېره د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.